کابل (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۲): د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال وایي، پر هېواد د بهرنیانو له لوري په پرله پسې تېریو سربیره، ولسونه پر خپلو ارزښتونو کلک ولاړ دي او اجازه نه ورکوي پر ملي او دیني مسایلو معامله وشي.
هغه دغه راز ویلي، د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت په موخه پراخ پلان تر کار لاندې دی چې له مخې به یې راتلونکي کال کې ډېر شمېر د اوبو ذخیروي بندونه جوړ او د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو لپاره کار وشي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې پرون ماښام له سراجالاسلام دارالعلوم څخه د فارغو شوو علماوو د دستار بندۍ په مراسمو کې کړې دي.
هغه زیاته کړې، د ټولنې اصلاح لپاره زدهکړې ضروري دي او د دیني بنسټونو فعالیت اړین دی، د اسلامي امارت په اډانه کې به د عصري زدهکړو ترڅنګ د دینې مدرسو غوره او تخصصي فعالیت ته هم توجه وشي.
د هغه په خبره، پر هېواد د بهرنیانو له لوري په پرله پسې تېریو سربیره، ولسونه پر خپلو ارزښتونو کلک ولاړ دي او اجازه نه ورکوي پر ملي او دیني مسایلو معامله وشي.
هغه زیاته کړې: «افغانان په خټه مسلمانان دي او د تاریخ په اوږدو کې د یرغلګرو په خلاف او د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره د ولسونو قربانۍ، مجاهدت او مبارزې د اسلامي ارزښتونو د ساتلو او اسلامي نظام د غوښتنې غوره بېلګې دي.»
هغه په خپلو خبرو کې د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړه چې په دوحه کې د اسلامي امارت د ګډون په هکله وه، غیرمنصفانه یاده کړه او ویې ویل، که چېرې په راتلونکو ناستو کې د ملګرو ملتونو او هېوادونو له خوا په ناستو کې د ګډون په موخه د اسلامي امارت غوښتنې ومنل شي، اسلامي امارت به هم د افغانستان په استازولۍ په کې برخه واخلي.
د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه د دوحې دويمه غونډه د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه د امریکا او روسیې ترڅنګ د ۱۸ بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شوه.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال دغه راز په هېواد کې روانې وچکالۍ او د اوبو کمښت ستونزې د حل په اړه ویلي، د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت په موخه پراخ پلان تر کار لاندې دی چې له مخې به یې په راتلونکي کال کې ډېر شمېر د اوبو ذخیروي بندونه جوړ او د اوبو د کچې لوړولو لپاره کار وشي.
د مولوي عبدالکبیر په وینا، د ا.ا په راتګ سره د لومړي ځل لپاره ملي بودجه له خپلو عوایدو چمتو کېږي چې د ملکي ادارو او پراختیايي پروژو پر لګښت سربېره د اسلامي اردو او امنیتي ادارو لګښتونه هم له ملي بودجې ورکول کېږي.
د هغه په خبره، له نشهيي توکو او فساد سره مبارزه او په افغانستان کې تلپاتې ثبات یوازې د اسلامي امارت په وجود کې تضمین کېدای شي چې افغانانو او نړۍوالو هم دغه واقعیت درک کړی دی.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال ویلي، افغانستان د یوه خپلواک هېواد او اسلامي امارت د یوه مشروع اسلامي نظام په توګه، ټولو ګاونډیانو او نړۍوالو ته ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت د خپل متعادل او متوازن بهرني سیاست له مخې د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره هڅې کوي او له افغانستانه به هیچا ته ګواښ متوجه نه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP