کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۲): سبا د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې له پنځو کلونو کمعمره ماشومانو لپاره د ګوزڼ واکسین کمپاین پیلېږي.
له پولیو د پاک افغانستان پروګرام پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې دغه کمپاين به د روانې کب مياشتې په اوومه پيل شي.
د سرچينې معلوماتو له مخې، دغه کمپاين به د تخار، کندوز، بغلان، پروان، کاپيسا، کابل، نورستان، لغمان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، کندهار، اروزګان، هلمند، نيمروز، فراه ولایتونو او د هرات په ځينو سيمو کې پيل شي.
سرچینه زياتوي: «راځئ له پنځو کلونو کمعمره ټول ماشومان واکسین کړو، څو خپل هېواد له پولیو ناروغۍ پاک کړو.»
د تېري سلواغې په اتمه هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین ترسره شو.
د عامې روغتیا وزارت ۲۰۲۴ زېږدیز کال په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړو او کنټرول وروستی کال یاد کړی او ویلي یې دي چې په دغه کال کې به په ټول هېواد کې د دې ناروغۍ د واکسین څلور کمپاینونه ترسره کړي.
ګوزن يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري، خو د واکسين له لارې کېدای شي مخه یې ونیول شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن