[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۲): د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، د خوست امنیې قوماندانۍ ځایي رسنیو ته سپارښتنه کړې چې په خپلو خپرونو کې دې ښځو او نجونو ته د اړیکو نیولو زمینه نه برابروي.
د دغه مرکز له خوا د کب په ۶مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د خوست امنیې قوماندانۍ په دغه ولایت کې له راډیوګانو او ټلوېزیونونو سره د نجونو پر هر ډول ټيلېفوني اړیکو د بندیز لګولو ترڅنګ د رسنیو مسوولینو ته ګواښ کړی، که په رسنیو کې نجونو ته د ټیلېفوني اړیکې نیولو زمینه برابره کړي احضار او تر قانوني څار لاندې به ونیول شي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغه مکتوب یوه کاپي ترلاسه کړې چې د کب په ۵مه په خوست کې د امنیه قوماندان «عبدالرشید عمري» په لاسلیک خپور شوی دی.
په دغه مکتوب کې راغلي: «د خوست یو شمېر خصوصي راډیوګانې اخلاقي فساد ته لمن وهي چې ښه بېلګه یې د ښوونځیو درسونو او ټولنیزو خپرونو نشرول دي چې په ډېر شمېر نجونې پهکې ټيلېفوني اړیکې نیسي.»
د خوست امنیه قوماندان ویلي: «له دغو ښوونیزو او ټولنیزو خپرونو په سوء استفادې، نجونې په رسمي او غیر رسمي وختونو کې د خپرونو له چلوونکو سره ناروا اړیکې جوړوي چې دا ډول اړیکې له یوې خوا ټولنه اخلاقي فساد ته بیایي او له بلې خوا د اسلامي معیارونو خلاف کار دی.»
په مکتوب زیاته شوې، سيمهييزې راډيوګانې او ټلوېزيونونه د پوهنې رياست له اجازې پرته د ښوونځيو نصاب خپرولو اجازه نه لري، د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ له رياسته غوښتل شوي چې دغه مکتوب دې رسنيو ته ورسوي.
د خوست امنیې قوماندانۍ د مکتوب په پای کې خبرداری ورکړی، که چېرې سیمهییزې رسنۍ خپلو خپرونو کې نجونو ته د اړیکې نیولو زمینه برابره کړي او دې چارې ته دوام ورکړي، مسوولین به یې احضار او تر قانوني څار لاندې به ونیول شي.
دا مهال په خوست ولایت کې د ملي راډیو ټلوېزیون ترڅنګ ۱۵ راډیوګانې او درې خصوصي ټلوېزیونونه فعالیت کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د خوست په ګډون په هېواد کې د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو تړل کېدو له امله په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د رسنيو له لارې د ښوونځيو درسي پروګرامونو خپرولو لړۍ ډېره شوې ده.
د افغانستان خبريالانو مرکز د ځايي سرچینو له قوله ويلي چې ځينې رسنۍ له تعليمي نصابه بهر درسي کتابونه کاروي او په ځینو مواردو کې دوی د خپلې خوښې درسي کتابونه په لوړه بیه پلوري.
یاد مرکز د دې موضوع په اړه د خوست امنيې قوماندانۍ له لوري خبريالانو او د رسنيو مسوولينو ته د احضار او محاکمه کولو ګواښ د رسنيو قانون خلاف کار بللی دی.
دغه مرکز د دې کړنلارې له مخې د رسنیو چارو کې د لاسوهنې او کاري محدودیت زیاتېدو احتمال ته په کتو، د هغې د لغوه کولو او ټولیزو رسنیو قانون پر بنسټ د خبریالانو او رسنیو حقونو د رعایت غوښتنه کوي.
د ټولیزو رسنیو قانون له مخې چې سرپرست حکومت هم د تطبیق وړ ګڼلی، خبریالان د خپل مسلکي کار پر مهال ازاد دي او مسوولین باید د هغوی د کار پر وړاندې خنډ نه شي، ویې نه ګواښي، بلکې له هغوی دې ملاتړ وکړي. د دغه قانون له مخې، له خبریالانو او رسنیو شکایتونو ته باید د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو څېړلو کمېسیون له لارې رسېدنه وشي، خو شواهد ښيي چې دغه کمېسیون په عمل کې له پامه غورځول شوی او غیر مسوول چارواکي په مستقیم یا غیرمستقیم ډول رسنۍ ګواښي او یا یې په کارونو کې لاسوهنه کوي.
د خوست د اطلاعات او فرهنګ ریاست بيبيسي ته دا مکتوب تایید کړی خو زیاته کړې یې ده چې دا یوه خبرتیا ده، خو د رسنیو د کار پر وړاندې خنډ نه جوړوي.
د اطلاعات او فرهنګ رییس شبیراحمد عثماني وايي: «موږ د رسنیو له مسوولینو سره غونډه درلوده، مخکې له مخکې له دوی سره د دوی په خوښه او وړاندیز ټولو له رسنیو سره یوې داسې هوکړې ته رسېدلي یو چې پر اساس به یې رسنۍ د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.»
د خوست ځینو ځایي رسنیو د نوم نه ښودلو په شرط دا منلې چې دغه مکتوب یې ترلاسه کړی دی.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP