Pajhwok Afghan News

کابل کې د نهو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د سوک‌وهنې سیالۍ پیل شوې

کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وایي چې په کابل کې د نهو ولایتونو ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د «اسیا ماشومان» په نوم د سوک‌وهنې منتخبې سیالۍ پیل شوې.

د المپیک ملي کمېټې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د سوک‌وهنې ملي فدراسیون له خوا د هېواد د نهو ولایتونو ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د «اسیا ماشومان» سوک‌وهنې منتخبې سیالۍ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ پرون د دغه ریاست په ورزشي تالار کې پیل شوې او دوه ورځې به دوام ولري.

سرچینې ویلي، په دغو سیالیو کې د کابل، بغلان، هرات، ننګرهار، فاریاب، بلخ، میدان‌وردګو، لغمان او بامیان ولایتونو ورزشکارانو برخه اخیستې چې له ۴۶ څخه تر ۷۵ کیلوګرامه وزن کې به له یو بل سره سیالۍ ترسره کړي.

د سرچینې په خبره، د دغو سیالیو په پای کې به څلور کسان د سوک‌وهنې نړۍوالو سیالیو ته چې په راتلونکي کې په روسیه کې ترسره کېږي، غوره شي.

Views: 17

Exit mobile version