کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۲): د افغانستان بانک سبا (سه شنبه) د کب میاشتې په اتمه نېټه د داوطلبۍ له لارې ۱۷ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي.
یاد بانک نن پر خپله اېکسپاڼه له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
سرچینې زیاته کړې، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغدي ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.
یاد بانک د تېرې سلواغې میاشتې په ۳۰مه هم ۱۷ میلیون امریکايي ډالر لیلام کړي وو.
د افغانستان بانک ټاکلي اندازه امریکایي ډالر په بازار کې په دې موخه لیلاموي، څو د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت وساتل شي.
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن