ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څوارلسمه داوطلبۍ کې ۶۸۸۷ قیراطه د پنجشېر زمرد وپلورل شول

څوارلسمه داوطلبۍ کې ۶۸۸۷ قیراطه د پنجشېر زمرد وپلورل شول

author avatar
27 Feb 2024 - 16:40
څوارلسمه داوطلبۍ کې ۶۸۸۷ قیراطه د پنجشېر زمرد وپلورل شول
author avatar
27 Feb 2024 - 16:40

پاراخ (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۲): د پنجشېر له کانونو د استخراج شوو زمردو په څوارلسمه داوطلبۍ کې ۶۸۸۷ قیراطه زمرد په ۲۰۰ زره او ۲۵۰ ډالرو وپلورل شول.

د پنجشېر د کانونو او پترولیم رییس محمدقاسم امیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې دې داوطلبۍ کې له پنجشېر، کابل، پروان، اروزګان، لوګر، کندهار، هلمند، بلخ او بغلان ولایتونو ۱۳۰ سوداګرو ګډون کړی وو.

هغه وویل چې دا پلورل شوي زمرد د پنجشېر د لومړۍ حصې ولسوالۍ له ۱۷ کانونو استخراج شوي دي.

د پنجشېر د زمردو استخراج له دوو کلونو ځنډ وروسته د روان کال د زمري میاشتې په وروستیو کې بیا پیل شو او تر اوسه استخراج شوي زمرد د ۱۴ داوطلبیو له لارې پلورل شوي دي.

د پنجشېر د کانونو ریاست وایي چې تېرو دیارلسو داوطلبیو کې د درېیو میلیونو او ۹۶ زرو او ۷۵۰ ډالرو په ارزښت زمرد پلورل شوي دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه ولایت کې د زمردو ټول ثبت شوي کانونه ۱۷۰۰ ته رسېږي چې له دې ډلې د ۳۸۰ کانونو د استخراج چارې روانې دي او په هغو کې څه باندې ۷۰۰۰ کسان پر کار بوخت دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.