ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان – ایرلینډ د کرکټ ټېسټ‌لوبه؛ ملي لوبډلې ۱۵۵ منډې وکړې، څلور لوبغاړي په صفر وسوځېدل 

د افغانستان – ایرلینډ د کرکټ ټېسټ‌لوبه؛ ملي لوبډلې ۱۵۵ منډې وکړې، څلور لوبغاړي په صفر وسوځېدل 

author avatar
28 Feb 2024 - 22:50
د افغانستان – ایرلینډ د کرکټ ټېسټ‌لوبه؛ ملي لوبډلې ۱۵۵ منډې وکړې، څلور لوبغاړي په صفر وسوځېدل 
author avatar
28 Feb 2024 - 22:50

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۲): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د پيل شوې یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ په لومړۍ ورځ  افغان لوبډله په ۱۵۵ منډو وسوځېده.

دا لوبه چې نن  (د کب ۹مه) په اماراتو کې پیل شوه، پچه یې افغانستان وګټله او لومړۍ یې توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډله په لومړي اننګز کې په ۱۵۰ منډو وسوځېده، په افغان توپ‌وهونکو کې ابراهیم ځدراڼ تر نورو مخکښ و او په ۵۳ منډو وسوځېد، دغه راز کریم جنت په ۴۱ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

په لومړۍ پاڼۍ کې د ناصر جمال او رحمت‌شاه په ګډون څلور لوبغاړي په صفر وسوځېدل؛ لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي ۲۰ او نورعلي ځدراڼ ۷ منډې وکړې.

رحمن‌االله ګربز چې په لومړي ځل په ټېسټ سیالیو کې ولوبېد، په پنځو منډو یې وېکټ له لاسه ورکړه.

د ایرلینډ په توپ‌اچوونکو کې مارک اډیر پنځه، کمپر او ګرېګ یانګ دوه ـ دوه افغان لوبغاړي وسوځول.

د ایرلینډ لوبډلې چې لوبه پیل کړه، نو نوید ځدراڼ په لومړي سر کې دوه لوبغاړي وسوځول، خو وروسته تر ۸۰ منډو بل لوبغاړی ونه سوځېد، د ورځې په وروستیو شېبو کې ضیاءالرحمن اکبر دوه لوبغاړي وسوځول، د ورځې تر پایه ایرلینډ ۱۰۰ منډې جوړې کړې او څلور لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

[/restrict]

Views: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.