[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۲): د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر حسن کاظمي قمي وايي چې دوی له افغانستان سره پر پوله د دېوال پر جوړولو غور کوي.
قمي د ایران له ایسنا خبري اژانس سره په تازه څرګندونو کې ویلي چې له ډېرو کلونو راهیسې له افغانستان سره په سرحد کې د دېوال جوړولو وړاندیز تر کار لاندې و او لومړنۍ طرحې یې هم بشپړې شوې دي.
هغه زیاته کړې: «د سرحد فزیکي محدودیت د څرنګوالي لپاره څېړنه د بشپړېدو په حال کې ده، ټاکل شوې چې دغه محدودیت د سمنټو د دېوال په شکل و اوسي، د سترو کارونو په ډله کې دي او ضرور دي چې ترسره شي.»
د ایران سفیر ویلي چې دغسې یو اوږد دېوال جوړول به زیاتو پیسو ته اړتیا ولري، خو زیاته یې کړه چې دغه کار ډېر اغېزناک دی.
قمي وویل، د دېوال جوړولو پرېکړه یوازې ایران ته د غیرقانوني کډوالو د ننوتلو او انساني قاچاق مخنیوي او له نشهيي توکو سره د مبارزې لپاره نه ده، بلکې د هغه په وینا، د ترهګریزو عناصرو د مهار لپاره ترسره کېږي چې اوس مهال دغه هېواد ورسره مخ دی.
هغه زیاته کړه: «دې ته په پاملرنه چې د اسلامي امت دښمنان له مختلفو لارو موږ ته د زیان رسولو په لټه کې دي، د هغې له ډلې د تروریستي نیابتي ځواکونو د تحرک له لارې، لزوما موږ د دوو هېوادونو ترمنځ د سرحدونو له وېشلو سره مخ نه یو، بلکې د له مختلفو تروریستي کټګوریو سره مخ یو چې د سترو قدرتونو په ملاتړ چې موږ ته د زیان رسولو لپاره نن له نرم او سخت قدرت څخه هممهاله کار اخلي ترسره کېږي، له دې له امله د خپلو سرحدونو امنیت او کنټرول باید جدي ونیسو.»
د یادونې ده، افغانستان او ایران د ۹۰۰ کیلومتره په اوږدوالي ګډه پوله لري.
د کاظمي قمي له یادو څرګندونو مخکې ځینو نورو ایراني چارواکو هم له افغانستان سره د سرحد په اوږدو کې د دېوال جوړولو پر مسئلې خبرې کړې وې.
څه وخت مخکې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي وو چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحد هر ډول بندېدل باید د دواړو هېوادونو د دوه اړخیز تفاهم پر اساس و اوسي.
هغه په تېرې سلواغې میاشت کې په دې اړه ویلي وو: «سرحدي اقدامات چې د هر هېواد له خوا ترسره کېږي، تفاهمات باید هم و اوسي، په کار نه دي چې هیڅ هېواد له افغانستانه وېره ولري، د هغې له ډلې د ایران اسلامي جمهوریت چې باید ډاډه و اوسي چې ورته کوم زیان نه رسېږي، د دې لپاره چې افغانستان کې امنیت او ثبات ټینګ دی.»
که ایران له افغانستان سره په سرحد کې د دېوال جوړولو کار پیل کړي دا به له پاکستان وروسته د دغه هېواد له شپږو ګاونډیو هیوادونو دویم هېواد وي چې خپل سرحد د فزیکي موانعو له لارې بندوي.
د پاکستان حکومت له افغانستان سره د خپل څه باندې ۲۶۰۰ کیلومتره سرحد بندولو لپاره د اغزن سیم او کټارو غځول له تېرو څو کلونو راهیسې پیل کړي چې تر ډېره دغه بهیر بشپړیدو ته نږدې شوی دی.
[/restrict]
Views: 50
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن