ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې واورو د یو شمېر ولسوالیو لارې بندې کړې او سلګونه څاروي تلف شوي

فاریاب کې واورو د یو شمېر ولسوالیو لارې بندې کړې او سلګونه څاروي تلف شوي

author avatar
29 Feb 2024 - 18:32
فاریاب کې واورو د یو شمېر ولسوالیو لارې بندې کړې او سلګونه څاروي تلف شوي
author avatar
29 Feb 2024 - 18:32

میمنه (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۲): د فاریاب ځایي مسوولین وایي چې د سختو واورو ورېدو له امله له میمنې ښار سره د ډېرو ولسوالیو مواصلاتي لارې بندې شوې او سلګونه څاروي تلف شوي دي.

د فاریاب ولایت مقام ویاند مفتي عصمت‌الله مرادي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ډېرو واورو ورېدو له امله د ډېرو ولسوالیو مواصلاتي او دغه‌راز له ولسوالیو سره د مالدارانو ارتباطي لارې تړل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د وارو ورېدو له امله د دغه ولایت په چهل‌ګزي ولسوالۍ کې یو تن هم مړ شوی دی.

مرادي وویل چې د دغو خلکو او مالدارانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه نن د ولایت په مقام کې بېړنۍ ناسته وشوه او دغه راز د ولسوالیو ځایي مسوولین د لارو بېرته پرانیستلو لپاره هڅې کوي.

د فاریاب د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس حاجي عزت‌الله نوراني وویل چې دغه ولایت کې د یکشنبې په ورځ واورو ورېدو پیل کړی او تر اوسه دوام لري.

نوراني وویل چې د فاریاب په ډېرو غرنیو او سرحدي سیمو کې نږدې یو متر واورې شوې، زرګونه څاروي او لسګونه چوپانان او مالدران ایسار دي، ځينو سیمو کې یې اړیکي پرې شوې او د هغوی ستونزو ته رسېدنه ستونزمنه شوې ده.

نوموړي وویل، دغو مالدارانو خپلې رمې څرولو لپاره سرحدي سیمو ته بیولې وې چې واورو کې بند پاتې شوي دي.

د کرنې رییس د معلوماتو له مخې، د دغو واورو له امله سلګونه څاروي له منځه تللي دي.

نوموړي زیاته کړه: «له ځينو سیمو د ځینو مالدارانو د مړینې خبرونه را رسېدلي، خو هغو سیمو ته ورتګ ډېر ستونزمن دی او نشو کولای د هغوی مړینه تایید کړو.»

د بندر ولسوال قاري عبدالناصر وایي، درې ورځې کېږي چې د دې ولسوالۍ مواصلاتي لار له کلیو او د ولایت له مرکز سره تړل شوې او تر اوسه د واورو ورېدو له امله د زیانونو په اړه کوم خبر نه دی تر لاسه شوی.

د دولت‌اباد ولسوالۍ یوه قومي مشر او یوه مالدار عبدالعزیز وویل چې ډېری مالداران د وچکالۍ او د څارویو د خوړو نشتون له امله پرته له امکاناتو د فاریاب شمالي سیمو او د ترکمنستان سرحد ته تللي او هلته په واورو کې بند پاتې دي.

خو د فاریاب ځيني مالداران او اوسېدونکي دغو واورو ته خوښ دي، وایي چې وچکالیو ټول اندېښمن کړي وو.

د خواجه ناموسي ولسوالۍ یو مالدار حاجي عبالغفور وایي چې پنځه میاشتې بارانونه ونه شول، مالدارانو سختې ورځې تېرې کړې، یو جوال واښه به یې په ۱۲۰۰ افغانۍ او یو من سبوس به یې په ۳۵۰ افغانۍ پېرل.

د خواجه ناموسي ولسوالۍ د عطا خان سیمې یوه بل مالدار لال‌محمد وویل چې د تلې میاشت کې به یې یو پسه په ۹ زره افغانۍ پلوره، پنځه میاشتې بارانونه ونه شول له واورو لږ مخکې د یوه بارداره پسه بیه پنځو زرو افغانیو ته رسېدلې وه.

هغه وویل، خوښ دی چې څلور ورځې کېږي چې واوره اوري، که بارانونه داسې دوام وکړي د مالدارانو او بزګرو په ګټه به وي.

بلخوا د میمنې ښار د تکیې‌خانې خطیب مولانا سیدظاهر حسیني وویل چې پرله پسې وچکالیو بزګرو او مالدارانو ته ډېرې ستونزې پیدا کړې وې، د اوبو کچه ټیټه شوې وه، خلکو له الله څخه د لمونځونو په وسیله د بارانونو او واورو ورېدو غوښتنه وکړه.

حسیني وویل چې الله تعالی د خپلو بنده‌ګانو غوښتنه ومنله اوس باید د شکرانې لمونځونه وکړو چې د خلکو په خیر تمامه شي.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.