Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنځو ولایتونو کې له څه باندې ۴۰۰۰ کورنیو او کروندګرو سره مرستې وشوې

کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۲): پروان، لوګر، ننګرهار، بلخ او کندهار ولایتونو کې له څلور زره او ۷۲ بې‌وزلو کورنیو او کروندګرو سره، نغدي او د خوراکي او کرنیزو توکو مرستې شوې دي.

د پروان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس ملا عبدالصمد صدیق وايي، د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي مرسته یې په شیخ‌علي ولسوالۍ کې له ۸۵۰ بې‌وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

ورته وخت کې د لوګر ولایت د کلیو بيارغونې او پراختیا ریاست ویاند صبغت‌الله نایب‌‌خېل پژواک خبري اژانس ته وویل، په محمداغې ولسوالۍ کې یې پر ۶۲۰ او خوښۍ ولسوالۍ کې یې پر ۵۸۰ بې‌وزلو کورنیو خوراکي توکي ویشلي دي.

دغه راز، د ننګرهار ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رييس مولوي قسمت‌الله مبارز وايي، د ماشوم ساتنې نړۍوالې ادارې له خوا د غني‌خېلو ولسوالۍ اړوند ۵۲۲ اړمنو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

دغه راز، د بټي‌کوټ ولسوال مولوي نعمت‌ګل محمدي وایي، په دې ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري ۸۰۰ کورنيو سره نغدي مرسته شوې چې هرې کورنۍ ته ۳۲۰۰ افغانۍ او د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنيوي خواړه ورکړل شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې، په بلخ ولایت کې د OASE یا «پوهنې لپاره د افغانانو د ملاتړ موسسې» مسوول عبدالبصیر حضرتي وایي، د ۹ میلیون او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت یې له زرو اړمنو کورنیو سره مرسته کړې ده.

د نوموړي په وینا دغه مرسته د کډوالو ریاست په همغږۍ شوې چې ژمنۍ کڅوړه، کمپله، دستشکې، جرابې، خولۍ او خوراکي توکي په کې شامل دي.

ورته مهال د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په غورک، معروف او ځینو نورو ولسوالیو کې له پنځه سوه بزګرو سره د سبزیجاتو د تخمونو او ځینو کرنیز وسایلو مرسته شوې ده.

د یاد ریاست ویاند ننګیالی سمون وايي، دغه مرسته د ORD یا د مرستو پراختیا موسسې له خوا بزګرو ته وېشل شوې ده.

د سمون په خبره، د کندهار په نورو ولسوالیو کې به هم دې ته ورته مرستې ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.