ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۵۰۰۰ کډوال راستانه شوي

تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۵۰۰۰ کډوال راستانه شوي

author avatar
29 Feb 2024 - 16:33
تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۵۰۰۰ کډوال راستانه شوي
ارشیف
author avatar
29 Feb 2024 - 16:33

کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۲): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۵۰۰۰ کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال چې ټول شاوخوا ۵۰۴۱ کسان کېږي، د کب له درېیمې تر ۹مې نېټې پورې له پاکستانه او ایرانه په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

پژواک خبري اژانس دغه ارقام د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له اېکس‌پاڼې چې په تېرو اوو ورځو کې یې خپاره کړي، اخیستي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۶۶۱ کسان چې شاوخوا ۱۳۳ کورنۍ کېږي، له پاکستانه د تورخم او سپین‌بولدک له لارو په جبري ډول راستانه شوي دي.

دغه راز په یاده موده کې له ایرانه ۴۳۸۰ کسان د هرات د اسلام‌کلا بندر او نیمروز له لارو په خپله خوښه او جبري ډول راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د روانې کب میاشتې په پنځمه نېټه ایراني رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې څه باندې شپږ میلیون افغان کډوال ایران کې اوسېږي او باید افغانستان کې داسې شرایط برابر شي، څو د دغو کډوالو یوه برخه خپل هېواد ته ستانه شي.

د یادونې ده، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د تېرې سلواغې میاشتې له ۲۵مې د کب تر دویمې نېټې پورې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۷۵۰۰ کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي وو.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.