چاریکار (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۲): د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوولین وايي، د سالنګ لویه لاره پرون شپه نږدې لس بجې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګونو ساتنې او مراقبت رییس مولوي عبدالحیم اغا وايي، یاده لویه لار د واورې ورېدو، سختو توپانونو، په شمالي سالنګ کې د لید ساحې نهشتون له امله د ټولګټو چارو وزارت لارښوونې پر اساس د مالي او ځاني تلفاتو مخنیوي پهموخه تړل شوې ده.
هغه له موټرچلوونکو غواړي چې د وضعیت تر ښه کېدو د سالنګونو لور ته حرکت ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې واوره او باران ورېږي.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن