<p style="text-align: justify;">چاریکار (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۲): د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوولین وايي، د سالنګ لویه لاره پرون شپه نږدې لس بجې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.</p>
<p style="text-align: justify;">د سالنګونو ساتنې او مراقبت رییس مولوي عبدالحیم اغا وايي، یاده لویه لار د واورې ورېدو، سختو توپانونو، په شمالي سالنګ کې د لید ساحې نهشتون له امله د ټولګټو چارو وزارت لارښوونې پر اساس د مالي او ځاني تلفاتو مخنیوي پهموخه تړل شوې ده.</p>
<p style="text-align: justify;">هغه له موټرچلوونکو غواړي چې د وضعیت تر ښه کېدو د سالنګونو لور ته حرکت ونه کړي.</p>
<p style="text-align: justify;">دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې واوره او باران ورېږي.</p>