ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېرو جګړو له امله غزني کې ۲۰۰ ښوونځي زیانمن شوي

د تېرو جګړو له امله غزني کې ۲۰۰ ښوونځي زیانمن شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۲):  د غزني یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت ځینو سیمو کې لسګونه ښوونځي د تېرو جګړو له امله ویجاړ شوي او اړتیا ده بېرته ورغول شي، بل لور ته مسوولین د یادو ښوونځیو رغولو ډاډ ورکوي.

خلک وايي چې د ښوونځیو پر ودانیو د جګړو نښې نښانې د ماشومانو پر روح او روان ناوړه اغېز کوي، باید د زده‌کړو مناسب چاپېریال ورته برابر شي.

د غزني د مرکز اړوند ارزو سیمې یوه قومي مشر حکمت الله پژواک خبري اژانس ته وویل، له دې سیمې شاوخوا ۴۰۰۰ زده‌کوونکي د علي‌لالا ښوونځي ته ورځي.

هغه وویل چې شاوخوا پنځه کاله مخکې په دې سیمه کې سختې جګړې شوې چې د کورونو او کروندو ترڅنګ ښوونځي او مدرسې هم په‌کې هم زیانمن شوي دي.

ده زیاته کړه: «زموږ د سیمې ښوونځی په مرمیو سوری سوری شوی او بیارغونې ته جدي ضرورت لري.»

دغه راز د مرکز قلعه‌قاضي سیمې اوسېدونکي حاجي رسول پژواک ته وویل چې د تېرو جګړو پر مهال د دوی په سیمه کې هم کورونه، پلونه، دوکانونه، سړکونه، ښوونځي، مدرسې او نور ډېر زیانمن شوي دي.

ده وویل چې حکومت د نورو برخو ترڅنګ باید د ښوونځیو بیارغونې ته جدي پاملرنه وکړي؛ ځکه په دغه ډول ویجاړ او په مرمیو سوري سوري ښوونځي د زده‌کوونکو پر روح او روان ناوړه اغېز کوي.

په ورته وخت کې زده‌کوونکي هم د ښوونځیو پر بیارغونه ټینګار کوي.

د علي‌لالا ښوونځي دوولسم ټولګي یوه زده‌‌کوونکي فدامحمد پژواک ته وویل: «دغه زموږ د سیمې غټ ښوونځی دی، زرګونه زده‌کوونکي په کې زده‌کړې کوي، خو تېرو جګړو ویجاړ کړی، اوس نه کړکۍ، ښیښې، دروازې هیڅ هم نه لري، باید بیارغونې ته یې پاملرنه وشي.»

یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو د یادو ویجاړو شوو ښوونځیو د بیارغونې غوښتنه وکړه.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني پوهنې رییس نصیراحمد حسیني پژواک ته وویل چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د تېرو جګړو له امله ۲۰۰ ښوونځي زیانمن شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د یادو ۲۰۰ ښوونځیو له ډلې ۵۰ یې شدید زیانمن او پاتې ‍۱۵۰ یې بیا سطحي زیانمن دي.

ده وویل چې په تېر یو کال کې د لس میلیون افغانیو په لګښت د یونیسف له لوري د یادو ښوونځیو له ډلې د لسو بیارغونه یې ترسره شوې ده.

خو حسیني زیاتوي چې د ټولو زیانمن شوو ښوونځیو جوړولو طرحه یې جوړ کړې او تاييد او نورو اجرااتو لپاره یې د پوهنې وزارت ته استولې ده.

د هغه په وینا، د زیانمن شوو ښوونځیو له ډلې ډېر یې د مرکز اړوند د منګور، شهباز، ‌قاضي کلا، ارزو، کوچي کلا، بکاول، اسفندې، پيرزاده او ده‌خدای‌داد سیمو کې او همدارنګه په یو شمېر ولسوالیو لکه زنخان، اندړ، ګيرو، قره‌باغ، اب‌بند، مقر، ګيلان، واغظ، جغتو، خواجه‌عمري او ده‌یک ولسوالیو کې دي.

د یادونې ده، دا مهال په غزني کې د خصوصي ښوونځیو په ګډون ۷۵۲ ښوونځي فعال دي چې د نجونو په  ګډون ۴۰۰ زره زده‌کوونکي په‌کې زده‌کړې کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.