ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې دیني مدرسو ته د نوو چاپ شوو کتابونو وېشلو لړۍ پيل شوه

لوګر کې دیني مدرسو ته د نوو چاپ شوو کتابونو وېشلو لړۍ پيل شوه

author avatar
2 Mar 2024 - 16:01
لوګر کې دیني مدرسو ته د نوو چاپ شوو کتابونو وېشلو لړۍ پيل شوه
author avatar
2 Mar 2024 - 16:01

پل‌علم (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۲): د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د پوهنې وزارت له لوري په دغه ولایت کې مدرسو ته د نوو چاپ شوو کتابونو وېشلو لړۍ پيل شوه.

د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، د پوهنې وزارت له لوري دیني مدرسو ته  ۲۲ زره او پنځه سوه ټوکه کتابونه ورلېږل شوي دي.

ده وویل، د دغو کتابونو وېشلو لړۍ نن پيل شوه چې یوه اونۍ به دوام وکړي او ۵۴ مدرسو ته به ورکړل شي.

عرب زیاته کړه: «په دغو کتابونو کې له لومړي ټولګي څخه تر درېیم ټولګي پورې د کلیوالي مدرسو د نوي چاپ شوو ښوونیز نصاب کې ۱۵ بېلابېل دیني او عصري مضامین شامل دي.

نوموړي دغه راز وویل، د یادو کتابونو له وېشلو سره به په دیني مدرسو کې د کتابونو کمښت ستونزه تر ډېره هواره شي.

لوګر کې یوه ښوونکي احسان‌الله پژواک ته وویل، دیني مدرسو ته د کتابونو وېش د پوهنې برخه کې اغېزناک ګام دی، خو پوهنې وزارت ته په‌کار ده چې په دولتي ښوونځيو کې د کتابونو د کمښت ستونزې ته هم رسېدنه وکړي.

د یادونې ده، یادې مدرسې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په لومړیو کې د لوګر پوهنې ریاست د اسلامي زده‌کړو امریت په چوکاټ کې فعالې شوې دي او اوس مهال په‌کې زرګونه ښځينه او نارینه زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.