Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا کې یو ۱۵ کلن هلک د یوه افغان وګړي د قتل په تور نیول شوی

کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د امریکا د متحده ایالاتو پولیسو په واشنګټن کې یو ۱۵ کلن هلک چې د یوه افغان وګړي پر قتل تورن و، نیولی دی.

د تورن کس د هویت په اړه جزییات نه دي وړاندې شوي خو فاکس نیوز راپور ورکړی چې مقتول نصرت احمدیار نومېده او تېر کال د جولای په ۳مه واشنګټن کې د موټر چلولو پر مهال په ډزو وژل شوی و.

د سرچینې په وینا، وژل شوی کس موټرچلوونکی و او پخوا یې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لپاره د ژباړن په توګه کار کړی و.

په راپور کې راغلي چې احمدیار تازه خپل نوی ژوند د امریکا په ویرجینیا ایالت کې له خپلې مېرمنې او څلور اولادونو سره پیل کړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.