کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۲): د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تر اوسه یې هيڅ یوې صرافۍ ته د انلاین فعالیت جواز نه دی صادر کړی او له خلکو یې غوښتي چې له انلاین لارې د مالي معاملو له ترسره کولو ډډه وکړي.
یاد بانک نن (د کب ۱۲مه) پر اېکسپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي: «یو شمېر خلک هېواد کې د انلاین صرافۍ په نوم مالي معاملې ترسره کوي او بازار کې GT4 فورسیج [تېرايستونکي] او داسې نور په بازار کې فعالیت کوي.»
سرچینې زیاته کړې: «د افغانستان بانک یو ځل بیا هېوادوالو ته خبر ورکوي چې هیڅ شرکت یا کس ته تر اوسه د مالي انلاین فعالیت جواز نه دی ورکړل شوی او دا ډول فعالیتونه غیرقانوني ګڼل کېږي.»
د افغانستان بانک له خلکو غوښتي څو د انلاین معاملو مسوولیتونو، خطرونو او زیانونو ته په کتو له دې ډول شرکتونو او خلکو سره د معاملو له ترسره کولو ډډه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP