پارون (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۲): د نورستان حکومتي مسوولین وايي، د نورستان - کونړ لویه لار د واورې ورېدو له امله یو ځل بیا د ترافیکو پرمخ وتړل شوه.
د دغه ولایت د ټولګټو چارو رييس مولوي محمدنبي عادل وایي، د کونړ له مرکز اسعداباد څخه د نورستان مرکز پارون ته غځېدلې لار د واورې د ډېر ورښت له امله د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.
هغه وايي، هڅې یې پیل کړې څو یاده لار د ترافیکو پرمخ بېرته خلاصه کړي.
مولوي عادل له موټرچلوونکو او مسافرو غوښتي چې د یادې ادارې تر بلې خبرتیا دې پر دې لار له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
د یادونې ده چې په هېواد کې د وروستیو پرله پسې ورښتونو له امله د کونړ- نورستان لویې لارې ترڅنګ ډېرې نورې لارې هم د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن