ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن د تېرو اووه ورځو په نسبت کابل ښار کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې دي

نن د تېرو اووه ورځو په نسبت کابل ښار کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې دي

author avatar
2 Mar 2024 - 14:26
نن د تېرو اووه ورځو په نسبت کابل ښار کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې دي
آرشیف
author avatar
2 Mar 2024 - 14:26

کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۲): د تېرې شنبې په نسبت نن کابل ښار کې د مالیزیايي غوړو او قزاقي اوړو بیې ټیټې شوې، خو د نفتي توکو بیې لوړې شوې دي.

د نفتي توکو د بیې ۵،۳ سلنه لوړوالی

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرو اوو ورځو په نسبت نن کابل ښار کې د یو لېتر پټرولو بیه له ۶۰ څخه ۶۳ او د یو لېتر ډيزلو بیه له ۵۶ څخه ۶۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

دغه‌راز، د کابل ښار کلوله‌پشته کې ګاز پلورونکي محمدشریف وویل چې د تېرې شنبې په نسبت نن ‎د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۵۲ څخه ۵۴ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د دغو توکو پلورونکي وايي چې د وروستیو واورو ورېدو له امله د سالنګ لویې‌لارې له تړل کېدو وروسته د نفتي توکو واردات کم شوي چې له امله یې بیې لوړې شوې دي.

لومړني خوراکي توکي

کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک ته وویل، د تېرو اوو ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۶۰۰ څخه ۱۵۵۰ افغانیو ته او د ۱۶ لېتره مالیزیايي غړو بیه له ۱۴۳۰ څخه ۱۴۲۰ افغانیو راټیټه شوې ده.

د نوموړي په وینا، د امریکایي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت له لوړېدو وروسته د قزاقي اوړو او مالیزیايي غوړو په شمول د ځینو وارداتي موادو بیې ټیټې شوې دي.

خو سرچینه وايي، نن هم لکه تېره شنبه په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۳۲۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۴۰۰ او د یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.

د یو شمېر پرچون توکو بیې د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر خو په ځينو کې بیا لږ توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي‎زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۰۰افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۲۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۸۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې

د کابل پر تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل، نن هم لکه تېره شنبې د یو ګرام ۷۵۰ عیارو عربي سرو زرو بیه ۴۱۰۰ افغانۍ ده او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زر په ۳۲۰۰ افغانیو پلورل کېږي. ‎

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي‌حسین وویل چې نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۲ اعشاریه ۷۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو بدلېږي.

دا په داسې حال ‌کې ده چې د کب په ۵مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۳ اعشاریه ۷۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانۍ تبادله کېدې.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.