ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ورښتونو له امله ۳۶ کسان مړه شوي

خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ورښتونو له امله ۳۶ کسان مړه شوي

author avatar
4 Mar 2024 - 13:39
خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ورښتونو له امله ۳۶ کسان مړه شوي
author avatar
4 Mar 2024 - 13:39

کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۲): راپورونه وايي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پرله‌پسې ورښتونو، د ځمکې ښویېدو او د خونو چتونو لوېدو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ کسان مړه او ۵۰ نور ژوبل شوي دي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې پرون په خیبر پښتونخوا کې د پرله‌پسې ورښت له امله د یوې ودانۍ چت لوېدو پېښه کې د ۱۸ ماشومانو په ګډون ۳۰  کسان مړه شوي دي.

سرچینې دغه راز زیاته کړې چې په دغه ایالت کې د ځمکې ښویېدو پېښه هم رامنځته شوې چې له امله یې یو کس مړ شوی او ۱۵۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د سرچینې په حواله، د بلوچستان د بېړنیو حالاتو ادارې مشر جهانزېب خان ویلي چې په دغه ایالت کې د تېرې جمعې او شنبې ورځو کې د یو شمېر کورونو د خونو چتونو لوېدو پېښو کې پنځه کسان مړه شوي دي.

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي ویلي چې د ورښتونو له امله ۷۰۰ کورونه هم زیانمن شوي دي.

راپور زیاته کړې، له تېرې پنجشنبې راهیسې د سختو ورښتونو له امله زرګونه ښوونځي تړل شوي او همدارنګه د ځمکې ښویېدنې او سېلابونو راتلو نتیجه کې د بلوچستان د څو سیمو لارې هم تړل شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېر کال په پاکستان کې موسمي بارانونو شاوخوا ۳۳ میلیون کسان اغېزمن کړي او ۱۷۳۹ نور یې له امله مړه شوي وو.

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.