Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالکبیر: افغانستان انزوا کې نه دی، بلکې د نړۍ د توجه محور کې قرار لري

کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال وايي چې افغانستان په انزوا کې نه دی، بلکې د نړۍ د توجه محور کې قرار لري او هېوادونه لېوالتیا لري چې له ا.ا سره خپل تعامل ډېر کړي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې تېره ورځ د کابل جامعة‌الایمان مدرسې د احادیثو لویې دورې په فراغت‌غونډه کې وکړې.

هغه ویلي چې د اسلامي نظام د پياوړتیا او د دین په پراختیا کې د علماوو ونډه اساسي ده او په خبره یې، اسلامي امارت د اسلامي مدارسو، دیني او عصري علومو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري.

هغه د مدرسې او ښوونځي ترمنځ د واټن په له منځه وړو د ټینګار ترڅنګ وویل، اوس هغه وخت دی چې له عصري علومو فارغ ځوان به په دیني زده‌کړو هم سمبال وي.

دی وايي: «د تېر شل کلن جهاد اهداف ترلاسه شوي چې د اشغال خاتمه او په افغانستان کې د اسلامي نظام حاکمیت وو، اوس د دې وخت دی چې اسلامي امارت او ټول افغانان په ګډه اقتصادي او سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره کار وکړي او افغانستان اباد کړي.»

نوموړي نیوکه وکړه چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د اقتصادي پياوړتیا لپاره هيڅ ډول اساسي پروژه نه ده عملي شوې، خو اسلامي امارت له خپلې ملي بودجې د اوبو مهارولو لپاره د سترو او متوسطو بندونو جوړولو، سړکونو رغولو او نورو بنسټيزو پروژو په پلي کولو کار روان کړی.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت په اقتصادي او سیاسي برخو کې د پرمختګ پر لور روان دی او دا مهال په نړۍ کې کابو ۳۸ سياسي نماينده‌ګۍ لري، ډیپلوماتیکې اړیکې جريان لري او د افغانستان سفیران او ډیپلوماټان په کې پر کار بوخت دي.

د ده په وینا، افغانستان په انزوا کې نه دی، د نړۍ د توجه په محور کې قرار لري او نړۍوال لېوالتیا لري چې ورسره خپل تعامل زیات کړي.

مولوي عبدالکبیر نړۍوالو ته په خطاب کې وویل، اسلامي امارت یوازېنی نظام دی چې د افغانستان پر بشپړه جغرافیه حاکمیت او ولسي تایید او ملاتړ لري، سراسري امنیت یې ټینګ کړی، فساد او نشه‌يي توکي یې له منځه وړي دي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ډاډ ورکړ چې له افغانستانه به هيچا ته ګواښ پېښ نه شي او اسلامي امارت هيڅ فرد او ډلې ته د دغه کار اجازه نه ورکوي.

خبرپاڼه کاږي، د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست شیخ خالد حنفي یاده فراغت غونډه کې وویل، علماء او امامان د ټولنې لارښوونکي دي او اړتیا ده چې د اسلامي نظام او ټولنې ښه استازولي وکړي.

نوموړي زیاته کړه، اوس د اسلامي نظام له برکته په افغانستان کې اسلامي ناستې په شانداره مراسمو او له وېرې پرته ترسره کېږي او د اسلامي شریعت تطبیق یې د دې نظام لویه موخه وبلله.

همدارنګه د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست مولوي ندامحمد ندیم وویل، په ټولنه کې د علماوو او شیوخو مسوولیت تر نورو ډېر دی او اړتیا ده چې ټول علماء په ټولنه کې خپل مسوولیت ته ځير واوسي.

هغه زیاته کړه، د علم مقصد باید د دندې ترلاسه کول نه، بلکې د ټولنې سالمه اصلاح او د علم پراخوالی وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.