Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې کوچیان: څرځایونه مو نیول شوي، څاروي مو له لوږې سره مخ دي

هلمند کې کوچیان: څرځایونه مو نیول شوي، څاروي مو له لوږې سره مخ دي

author avatar
4 Mar 2024 - 13:31
هلمند کې کوچیان: څرځایونه مو نیول شوي، څاروي مو له لوږې سره مخ دي
author avatar
4 Mar 2024 - 13:31

لښکرګاه (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۲): هلمند کې یو شمېر کوچیان که څه هم وروستیو ورښتونو هلیه‌من کړي خو وايي چې په دغه ولایت کې دښتي ځمکې د ځايي خلکو له خوا نیول شوې او اوس څارویو ته څرځایونه نه لري.

د روزي‌محمد په نوم یوه کوچي چې د لښکرګاه په سرکار سیمه کې اوسېږي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی هغه څرځایونه چې مخکې به یې مالونه په‌کې څرول، اوس د ځایي خلکو له خوا نیول شوي او کرنه په‌کې کوي.

هغه زیاته کړه: «اوس د پخوا وخت نه دی، مخکې کلونو کې به دښتونه خلاص وو، اوس ټولې برمې شوي، د خلکو له خوا نیول شوي او کارېزونه هم همداسې شمار که، اوس په ټول هلمند کې داسې ځای نشته چې موږ ورباندې واړوو، او رمې په‌کې وڅروو.»

د نوموړي په خبره چې اوس د مالونو څرولو لپاره یوازې د هلمند د سیند غاړه ورپاتې ده او بس.

دغه راز یوه بل کوچي نورالله وویل: «موږ ډېر په ستونزه کې یو، غوښتنه مو دا ده چې د رمو څرولو لپاره ځای نه لرو، حکومت او موسسې دې زموږ څارویو لپاره د خوراکې پیدا کولو غم وکي.»

خو بل لور ته بیا د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولین وايي، د کوچیانو ستونزې یې له نږدې لیدلې او هڅه کوي چې حل‌لار ورته پیدا کړي.

د یاد ریاست د کوچیانو او جرګو همغږي مدیر مولوي نورمحمد وايي، په هلمند کې شاوخوا ۷۰ زره کورنۍ کوچیان دي چې د روغتیا، زده‌کړو او څرځایونو برخو کې ستونزې لري.

هغه زیاته کړه: «زموږ هڅې روانې دي چې د کوچیانو لپاره مرستې راجلب کړو؛ وزارت ته مو وړاندیزونه کړي، دلته مرکز کې د کوچیانو لپاره د یوه ښارګوټي ځمکه ځانګړې شوې ده، دا چې اوس یې توزیع بنده شوې ده، هڅه کوو چې هغه ښارګوټي کې نومرې ورته ورکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې له تېرو څو کلونو راهیسې وچکالۍ د کروندګرو ترڅنګ مالدارو کوچیانو ته هم سخت زیانونه اړولي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.