جلالاباد (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار د شهيدانو او معلولينو رياست مسوولين وايي، روان کال د دې ادارې له لوري ۷۰۵۶ د شهیدانو او ۷۷۱۹ د معلولينو کورنيو ته مياشتني حقوق ورکول شوي دي.
دغه اداره وايي، نږدې څلور زره هغه کورنۍ له حقونو بېبرخې شوې چې د شهيدانو او معلولينو د حقوقو لايحې خلاف يې حقوق ترلاسه کول.
دغه څرګندونې د ننګرهار د شهيدانو او معلولينو چارو رييس قاري محمدصابر ځواک نن د یوې خبري غونډې پرمهال وکړې.
نوموړي وويل، تر اوسه په دغه اداره کې ۹۱۰۹ د شهيدانو کورنۍ او د ۹۱۸۰ معلولينو کورنۍ ثبت شوې چې په کې د اسلامي امارت، ملکي او د تېر جمهوري نظام معلولين او شهيدان شامل دي.
هغه زياته کړه: «په شهيدانو کې ۲۷۷۴ ملکي، ۲۱۶۲ د اسلامي امارت او ۴۱۷۰ د تېرې ادارې مقتولين شامل دي، چې مجموع کې ۲۶زره او ۶۰ يتيمان او ۸۱۰۰ کونډې کېږي.»
د شهيدانو او معلولينو چارو رييس وايي، د شهيدانو د کورنۍ هر غړي ته هغه که يتيم دی او يا هم کونډه د مياشتې ۲۰۰۰ افغانۍ د لايحې مطابق ورکول کېږي.
د ځواک په وينا، په ۱۴۰۲ کال کې په ټوليز ډول د ۷۰۵۶ يتيمانو له کورنيو سره ۴۱۶ میليون او ۱۱۲ زره افغانۍ او د ۷۷۱۹ معلولينو له کورنيو سره د ۲۰۹ ميليون او ۸۸۸ زره افغانيو مرسته شوې ده.
دی زياتوي: «۲۱ میليونه او ۸۹۴ زره افغانۍ د اسلامي امارت له ۲۹۵ معلولينو سره، ۱۶۸ میليونه او ۹۰۰ زره افغانۍ له ۶۸۱۲ ملکي معلولينو او ۱۹ میليون او ۹۴ زره ۶۱۲ د تېرې ادارې نظامي معلولينو سره مرسته شوې ده.»
د شهيدانو او معلولينو رييس وايي، د هغو کسانو چې د لايحې مطابق يې د شهیدانو د کورنيو او معلولينو په لېستونو کې ځانونه ثبت کړي وو هم پلټنه پيل شوې چې تر اوسه یې نږدې څلور زره کسان له لېسته بهر کړي دي.
نوموړی وايي: «۱۷۵۰ د يتيمانو کورنۍ چې او ۲۱۴۵ معلولين چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د لايحې خلاف وو، له لېسته ايستل شوي دي.»
Views: 52
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن