پلعلم (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۲): د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د پرله پسې واورې ورېدو، سړې هوا او خوراکي توکو کمښت له امله زرګونه څاروي د تلف کېدو له کواښ سره مخ دي.
د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسؤول شاهدالله همراز پژواک ته وویل، د ورستیو ورښتونو له امله په مرکز پلعلم، محمداغې، خوښۍ، برهکي برک، څرخ، خروار او ازرې ولسوالیو کې ۲۳۵ زره څاروي د تلف کېدو له ګواښ سره مخ دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه: «دغه څاروي چې غواګانې، اسونه، مېږې، او اوزې په کې شامل دي، د ورستیو پرله پسې واورې ورېدو، سړې هوا او د څارویو خوراکي توکو کمښت له امله د له منځه تلو په حال کې دي.»
همراز زیاته کړه، د ورستیو ورښتونو له امله تر اوسه شاوخوا سلګونه څاروي تلف شوي دي.
د هغه په وینا، دغه ستونزه یې د کرنې او مالدارۍ له وزارت او یو شمېر کورنیو او نړۍوالو بنسټونو سره هم شریکه کړې، خو تر اوسه یې مرسته نه ده ترلاسه کړې.
د پلعلم یوه مالدار حاجي بسمالله پژواک ته وویل، د واورو وروښت له امله د کوچیانو مالداري سخته زیانمنه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، په مرکز پلعلم، خوښۍ او ازرې ولسوالیو کې سلګونه مېږې او اوزې د سړې هوا او خوراکي توکو کمښت له امله تلف شوې دي.
د خوښۍ ولسوالۍ د «دوبندي» سیمې یوه بل مالدار شیرین پژواک ته وویل: «دښتې او غرونه په واورو پوښلي او د څارویو څومره خوراکه مو چې درلودله ټوله تمامه شوې، څاروي مو سخت له لوږې سره مخ دي.»
د یادونې ده، په وروستیو څو ورځو کې د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې واوره شوې چې له امله یې زرګونه څاروي تلف شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP