قلعهنو (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۲): د باغیس ځايي مسوولین وايي چې د وروستیو ورښتونو، سړې هوا او څاریو ته د خوراکي توکو کمښت له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نږدې ۶۰ زره څاروي له منځه تللي دي.
باغیس کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس مولوي باريداد پژواک خبري اژانس ته وویل: «بادغیس د افغانستان یو غزنی او زیانمن ولایت دی، هر کال د درنو واورو، سختو بارانونو، سېلابونو، واورې ښوېدو، زلزلې او نورو طبیعې پېښو له امله درانه زیانونه ورته رسېږي.»
هغه زیاته کړه: «سږ ژمی په ځانګړې توګه وروستیو واورو د دغه ولایت خلکو په ځانکړې توګه مالدارنو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.»
د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېره اونۍ د وروستۍ واورې او سړې هوا له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۵۶ زره او ۹۸۳ څاروي تلف شوي دي.
د هغه په وینا، په بالامرغاب ولسوالۍ کې ۴۱۰۰ څاروي، په تګاب عالم کې ١٢٩٢٣، په غورماچ کې ۱۲۰۰، په درهبور کې ۲۸۰۰، په سنګاتش کې ۹۵۰۰، په قادس کې ۶۹۰۰ او په ابکمري ولسوالۍ کې ۱۱۰۰ څاروي او د چرګانو په یوه فارم کې ۲۵۰۰ چرګان تلف شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې دغه راز د بادغیس په مقر ولسوالۍ کې ۵۳۸۵ څاروي، په جوند کې ١٠٥٣٥، د قلعهنو اړوند سیمو کې ٤٠ څاروي تلف شوي دي.
هغه وايي، د تېرې جمعې په ورځ د مرستیال والي مولوي غلاممحمد محمدي په مشرۍ بېړنیو پېښو د رسېدو کمېټې خپله ناسته کې د مالدارانو او زیانمن شوو ستونزو ته د رسېدنې او د مواصلاتي لارو پرانیست ساتلو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي، د دغه ولایت د والي د لارښونې له مخې، هرې ولسوالۍ ته یو میلیون نغدي مرسته ځانکړې شوې څو د څاریو لپاره خوراکي توکي وپېري او مالدارانو ته یې ووېشي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن