ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر:  تمه ده له پنجشېره کابل ته د اوبو د لېږد پروژه عملي شي

مولوي عبدالکبیر:  تمه ده له پنجشېره کابل ته د اوبو د لېږد پروژه عملي شي

author avatar
5 Mar 2024 - 17:07
مولوي عبدالکبیر:  تمه ده له پنجشېره کابل ته د اوبو د لېږد پروژه عملي شي
author avatar
5 Mar 2024 - 17:07

کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، د افغانستان کرنې برخه باید مېکانیزه شي او د قوش‌تېپې کانال په بشپړیدو سره به افغانستان کې یو بنسټیز کرنیز انقلاب راشي او اسلامي امارت له پنجشېره کابل ته د اوبو انتقال په اړه غور کړی.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې نن د کابل په بادام باغ څېړنیز فارم کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین په پیل مراسمو کې وکړې. ده وویل، په اوسني وخت کې چې افغانستان د اقلیمي بدلون له اغېزو سخت زیانمن او وچکالۍ ځپلی دی د نیالګیو اېښودل او پالل خورا مهم مسوولیت او اړین اقدام دی.

دی وايي، د ملګرو ملتونو تازه راپور دی چې افغانستان په تېرو ۳۰ کلونو کې دغه ډول وچکالي نه ده تجربه کړې او په داسط یو وضعیت کې د نیالګیو اېښودل تر ټولو غوره لار ده.

هغه زیاتوي، ډېری هېوادونه د اقلیمي بدلون له اغېزو کړېږي خو افغانستان بیا تر هرچا ډېر زیانمن دی او د نړۍ سترو او صنعتي هېوادونو ته په هېڅ صورت د افغانستان په څېر کوچني او زیانمن هېوادونه مهم نه دي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال په خبره، په افغانستان کې د تېرو لسیزو جګړو تودوخه او د هوا ککړتیا ډېره کړې ده او د لرګیو قاچاق کوونکو د هېواد شنې سیمې خرابې کړې دي او همدارنګه د افغانستان له اوبیزو سرچینو سره ناوړه چلند شوی او هرچا په هرځای کې په خپله خوښه ژورې څاګانې کېندلې دي.

ده وویل:«متاسفانه چې افغانستان تراوسه هم د اوبو رسولو او د کانالیزاسیون یو منظم سیسټم نه لري، د کابل ښار په شمول اکثر ولایتونو او ښارونو کې د اوبو رسولو سیسټم نشته، نو له همدې امله دی چې کابل د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دی، اسلامي امارت له پنجشېر څخه د اوبو انتقال په اړه غور کړی او هېله مند یو چې دغه مهمه او حیاتي پروژه عملي شي او د هر وګړي مسوولیت دی چې د اوبو لګولو برخه کې مسوولانه چلند وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر مولوي عبدالطیف منصور تېر کال ویلي و چې په نږدې راتلونکې کې به د درې میلیونه ډالرو په ارزښت له پنجشېره کابل ته د اوبو د لېږد يوه پروژه پیل شي چې په بشپړېدو سره به يې کابل ښاريان پاکو اوبو ته لاسرسى پيدا کړي.

همداراز د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول افغانستان کې د ځنګلونو وهل منع اعلان شوي، د زیانمن شوو سیمو د احیا لپاره هڅې کېږي، د اوبو د مهارولو لپاره کار روان دی، د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې د بندونو د جوړولو سروې شوې او په ټولو ولسوالیو کې د اوبو مهارولو او وچکالۍ کابو کولو لپاره د اوبو بندونه جوړ شي.

هغه دغه‌راز وویل، کرنه د افغانستان په اقتصاد کې اساسي رول لري، باید پیاوړې او میکانیزه شي او د همدې لپاره اسلامي امارت د قوش‌تېپې کانال په جوړولو کار پیل کړی چې لومړی فاز یې پای ته رسېدلی او پر نورو برخو یې کار روان دی.

دی وايي، د قوش‌ټېپې کانال په جوړېدو سره به افغانستان کې یو بنسټیز کرنیز انقلاب راشي.

د راپورونو له مخې، د قوش‌تېپې کانال ۲۸۰ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۰ کیلومتره پلنوالی او اته عشاریه پنځه متره ژوروالی لري چې په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د امو له سینده د ۵۰۰ زره هکټاره ځمکو خړوبولو ظرفیت لري.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه چې سږکال له افغانستانه د تازه مېوو په صادراتو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی چې قزاقستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو ته صادرې شوې دي

نوموړي د زرغونو سیمو پر پراختیا هم ټینګار وکړ.

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري په دغه کمپاین کې وویل، اوس هم افغان بزګران په سنتي بڼه کرنه کوي او په خبره یې، دوی په هېواد کې د کرنې میکانیزه کولو برخه کې کار کوي.

دی وايي، د افغانستان د مالدارۍ برخه هم سنتي ده او دوی پلان لري چې یاده برخه کې بدلون راولي.

هغه زیاته کړه، په تېرو دوه نیمو کلونو کې کرنې وزارت له ۴۰ تر ۵۰ زره مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه او دغه‌راز ۸۲ میلیونه نیالګي هم خلکو ته وېشلي دي.

د کابل ښاروالۍ د سمسورتيا او زرغونو سيمو د ساتنې ریيس مولوي عبدالوکيل متوکل وویل چې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې به تر دوه میلیونه نیالګي کېښودل شي.

د یادونې ده، د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د را روان ۱۴۰۳ لمریز کال د هرکلي لپاره د کابل په بادام باغ څېړنیز فارم کې د «نیالګیو ایښودل او وچکالۍ له منځه وړل» تر سرلیک لاندې کمپاین پیل کړ چې یوه میاشت به دوام وکړي او د هېواد په کچه به کابو شل میلیونه نیالګي کېښودل شي.

Views: 64

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.