Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کونړ – نورستان لویه لاره بېرته پرانیستل شوه

د کونړ – نورستان لویه لاره بېرته پرانیستل شوه

author avatar
5 Mar 2024 - 12:58
د کونړ – نورستان لویه لاره بېرته پرانیستل شوه
author avatar
5 Mar 2024 - 12:58

پارون (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۲): د نورستان ولايت د ټولګټو چارو رياست مسوولين وايي، د کونړ – نورستان لويه لار چې څلور ورځې مخکې د واورې ډېر ورښت له امله تړل شوې وه، بېرته د ترافيکو پر مخ پرانیستل شوه.

یاده لاره د کب په ۱۲مه د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه او تېره شپه بېرته پرانیستل شوې ده.

د نورستان د ټولګټو رييس مولوي احمدنبي عادل د کب په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د نورستان - کونړ لویه لار چې د تېرو څلور ورځو راهیسې د واورې ورښت له امله تړل شوې وه، تېره شپه اته بجې د دغه ریاست د تخنیکي ټیم په هڅو بېرته پرانیستل شوه.

هغه وويل، له نن سهار څخه خلکو بېرته تګ راتګ پيل کړی او له کومې ستونزې او ځنډ پرته کولای شي چې تګ راتګ وکړي.

د نورستان مرکز پارون ته د کونړ ولايت له مرکز اسعداباد څخه لار ورغلې چې کله نا کله د واورې ورښت او نورو ستونزو له امله تړل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.