Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خلک د پل محمود خان – چهاراسیاب سړک د پاتې برخې جوړېدو هرکلی کوي

پل‌علم (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۲): یو شمېر خلک د کابینې د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې د پل محمودخان – چهاراسیاب عمومي سړک نیمګړي چارې بشپړیږي.

دوه ورځې وړاندې د اسلامي امارت د کابینې په ۱۸مه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کابل – لوګر په عمومي سړک له پل محمودخان تر چهاراسیاب ولسوالۍ پورې سړک د پاتې برخې جوړولو چارې دې په نوي کال کې پيل شي.

دغه سړک چې اووه کیلومټره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري چارې یې د تېر حکومت پرمهال پيل شوې وې چې یوازې د استملاک برخې یې سلګونه میلیون افغانۍ لګول شوې، خو له سقوط وروسته یې د جوړېدو چارې په ټپه ودرېدې.

دغه سړک د هېواد یو له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي چې په عصري او پرمختللي ډول ډيزاین شوی، دوه اصلي او دوه فرعي سړکونه، یو لوی کانال او دوه واړه کانالونه او دوه پلې لارې لري.

په دې اړه د کابل – لوګر لوې لارې یوه موټر چلوونکي لطف‌الله پژواک ته وویل، په یاده لویه لار اوسمهال د تګ راتګ پر مهال، د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو مسافر له چهاراسیاب څخه تر ټانګي لوګر پورې د ګڼې ګونې له امله له پراخو ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: «مونږ اوس خوشحاله یو، د حکومت د پرېکړې هر کلی کوو چې دغه سړک جوړوي خو غوښتنه مو دا ده چې کار دې ژر شروع کړي.»

دغه راز، د یادې لارې یوه مسافر حاجي نبي پژواک ته وویل، خوښ دی چې د حکومت ټولګټو چارو وزارت له لوري د یاد سړک د جوړېدو پاتې چارې پيلېږي.

نوموړي زیاته کړه: «د یادې پروژې په سروې، ډیزاین او د ځمکو په استملاک په میلیونونو افغانۍ لګول شوې، خو که پاتې کارونه یې ونه شي کوم کارونه یې چې شوي، هغه هم د خرابیدو له خطر سره مخ دي.»

دغه راز، د چهاراسیاب یوه اوسېدونکي نورالله پژواک ته وویل، د حکومت دغه اقدام د ستایلو دی چې د دغه سړک پاتې کارونه شروع کوي.

ده زیاته کړه: «کله چې د دغه سړک کارونه شروع شول او یو څه مخ ته ولاړل، مونږ ورته ډېر خوشحاله وو، خو اوس چې ورته ګورو هغه شوي کارونه یې هم د ورښتونو له امله له خرابېدو سره مخ دي نو سخت ورته خفه کېږو.»

یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او ټینګار وکړ چې د دغه سړک جوړولو چارې دې په اساسي ډول تر سره شي.

په دې اړه د لوګر والي ویاند صدیق‌احمد صدیقي پژواک ته وویل، د پل‌علم – چهاراسیاب تر منځ د کابل – لوګر عمومي سړک جوړېدو کارونه ۹۰ سلنه بشپړ شوي او همدارنګه له چهاراسیاب څخه تر ټانګي لوګر پورې د پاتې سړک کارونه هم په نوي کال کي پیلېږي.

صدیقي زیاته کړه، د کابل – لوګر عمومي سړک د سوېل‌ختیځ زون ولایتونو لپاره ځانګړی اهمیت لري او د دې پروژې له بشپړېدو سره به پراخې اسانتیاوې رامنځته شي.

کابل – لوګر عمومي سړک له ټانګي لوګر څخه تر پل‌علم پورې شاوخوا ۶۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې څلور ولایتونه لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست له پلازمېنې کابل سره نښلوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.