Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې یو کس چې د ا.ا مشرتابه دفتر استازي په نوم یې له چارواکو باج ‌اخیست، نیول شوی

ترینکوټ (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۲): د اروزګان ولایت ویاند وايي، د عبدالمتین په نوم هغه کس نیول شوی چې دولتي مسوولینو او خلکو ته به یې ځان د اسلامي امارت مشرتابه د دفتر استازی ورپېژاند او باج اخیستنه به یې کوله.

د اروزګان د والي ویاند احسان‌الله حماس وایي، د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالمتین چې دولتي مسوولینو او خلکو ته به یې ځان د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر استازی ورپېژاند، سپارښتنې به یې کولې او باج به یې اخیست، نیول شوی دی.

هغه ویډيو چې د دغه ولایت د مطبوعاتو له دفتر څخه پژواک ته را لیږل شوې، نوموړی کس په‌کې اعتراف کوي چې د «ملا عبدالجبار» په مستعار نوم به یې له لوړپوړو مسوولینو سره اړیکې نیولې، سپارښتې به یې ورته کولې او باج به یې ترې اخیست.

هغه وايي، له دې لارې یې ډېرې پیسې هم ترلاسه کړې دي.

په همدې حال کې د دغه ولایت یو اوسېدونکی وایي، یاد کس د اسلامي امارت د تېرې واکمنۍ پر مهال هم دغه ډول کړنې ترسره کړې وې.

هغه د نوم نه ښودو په شرط وویل، عبدالمتین هغه مهال د مالیې له وزارته د وخت د مشرتابه په جعلي لاسلیک د میلیونونو افغانیو راایستلو غوښتنه کړې وه چې وروسته ونیول شو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.