[restrict paid="true"]
میدانښار، فراه (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې په میدانوردګو او فراه ولایتونو کې له سګلونو کورنیو سره بشري مرستې وشوې.
د میدانوردګو د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د شاوخوا پنځه عشاریه څلور میلیون افغانیو په ارزښت له ۶۰۰ بېوزلو کورنیو سره مرستې وشوې.
د کار او ټولنیزو چارو ریس عبدالغفور حیدري د یادو مرستو وېشلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې مرستې د "هیومن اپیل" په نوم یوې استرالیایي موسسې په مالي لګښت او د "بشري مرستو ټولنې" په همکارۍ ووېشل شوې.
هغه زیاتوي: «یادو مرستو ۲۵ کیلو اوړه، لس کیلو وریجې، پنځه لېتره غوړي، د سون لس منه لرګي، دوه کمپلې او څلور ژمني جاکټونه شامل دي.»
د «بشري مرستو ټولنې» استازي نصرالله پريشان وویل چې دغه مرستې د پنځه عشاریه څلور میلیون افغانیو په ارزښت برابرې شوې وې.
هغه زیاتوې، تر ډېره یادې مرستې کونډو مېرمنو ته ځانګړې شوې دي.
د یو بل خبر له مخې د فراه ولایت په پشترود، شيبکوه او پشتکوه ولسواليو کې له ۹۰۰ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د دغه ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوري رسنیو ته استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خوړو نړۍوالې ادارې (WFP) په مالي ملاتړ د فراداتا مؤسسې په تخنیکي مرسته له ۹۰۰ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستو وشوه.
خبرپاڼه زیاتوي، هرې اړمنې کورنۍ ته د ماشومانو لپاره ۳۰ خوراکي کڅوړې، ۵۰ کيلوګرامه اوړه، ۵ کیلو غوړي او شپږ کيلوګرامه دالنخود ووېشل شول.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP