جلالاباد (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولايت په لسو ولسواليو کې يې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر ۴۴ جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د کب په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې د کوکنار اړولو روان کمپاين کې پر ۴۴ جريبه ځمکه کرل شوي نور کوکنار هم له منځه يووړل شول.
هغه زياته کړه، دغه کوکنار په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په اچين، سپينغر، شېرزادو، چپرهار، شينوارو، کامې، نازيان، رودات، پچیراګام او بټيکوټ ولسواليو کې له منځه وړل شوي دي.
هغه وايي، دغه کمپاين به تر هغه روان وي چې په ننګرهار کې د کوکنارو فصلونه په بشپړ ډول له منځه يووړل شي.
د يادولو ده، په ننګرهار کې د کوکنار اړولو کمپاين له پيله تر اوسه په ۳۵۰ جريبه ځمکه باندې کوکنار له منځه وړل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP