[restrict paid=”true”]
مزارشریف (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۲): د بلخ ځایي مسوولین وایي چې په شمالي ولایتونو کې د واورې ورېدو او سړې هوا له امله شل کسان مړه او شاوخوا ۵۰ زره څاروي تلف شوي دي.
د بلخ ولایت مقام ویاند عطاوالله حاجي زید د کب په ۱۸مه یوې خبري غونډې ته وویل چې د واورې ورېدو او سړې هوا له امله د شمال زون په بلخ، سمنګان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د څلورو ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان مړه او ۴۹۸۹۸ څاروي تلف شوي دي.
هغه زیاتوي، سربېره پر دې په یادو ولایتونو کې ۷۸ کورونه ویجاړ او د بلخ دهدادي ولسوالۍ کې د یوې فابریکې چت تخریب شوي چې له امله یې د یادې فابریکې مالک ته د لس میلیون افغانیو په ارزښت مالي زیان رسېدلی دی.
د نوموړي په وینا، د انسانانو او څارویو ژغورنې لپاره له یوولس ارګانونو یوه ګډه بېړنۍ کمېټه ټاکل شوې وه چې د ژغورنې په موده کې یادې کمېټې په څلور ولایتونو کې ۲۸ میلیون نهه سوه زره او ۳۳ زره افغانۍ لګولې دي.
نوموړي وایي، د اسلامي امارت ټول مسوولین خپل ولس ته ډاډ ورکوي چې په هر حالت کې به د خپل ولس ترڅنګ ودرېږي او دوی ته به د شته امکاناتو په وسیله خدمات وړاندې کوي.
له دې مخکې د ۲۰۹ الفتح قولاردو مسوولینو ویلي وو چې په شمالي ولایتونو کې یې د واورې ورښت پر مهال سلګونه کسان او څه باندې ۶۰۰ زره څاروي له تلف کېدو ژغورلي دي.
د ۲۰۹ الفتح قولاردو ريیس ارکان نقیبالله عزیزي څو ورځې مخکې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د دې قولاردو منسوبینو د واورې ورښت پر مهال په بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې ۱۳۵۰ کسان او ۶۴۲۷۵۰ څاروي له تلف کېدو ژغورلي دي.
د نوموړي په وینا، د انسانانو او څارویو ژغورنې لپاره بېړنۍ کمېټه ټاکل شوې وه.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP