Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند غواړي په سیاسي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت وایي، هند لېواله دی چې په سیاسي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره اړیکې پراخې او د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا څرګندونې افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازي جي پي سینګ د کب په ۱۷مه، په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي سره دلیدنې پر مهال کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې ليدنه کې د افغانستان او هندوستان پر دوو اړخيزو اړيکو، اقتصادي او ترانزيتي مسايلو هراړخيزې خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، جې پي سنګ د هندوستان او افغانستان اړیکې تاریخي وبللې او ویې ویل، چې هندوستان په تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې بشري مرستې کړې دي.

هغه په افغانستان کې د سرتاسري امن، ثبات، له مخدره توکو، داعش او فساد سره د اسلامي امارت د مبارزي ستاینه وکړه او وې ویل، هند لېواله دی چې په سیاسي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي او د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي.

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په دې لیدنه کې وویل، اسلامي امارت د هند د بشري مرستو مننه کوي او د خپل متوازن بهرني سیاست له مخې غواړي چې د سیمې د یو مهم هېواد په توګه له هندوستان سره سیاسې او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

هغه د هندوستان له استازي د سوداګرو، مریضانو او محصلینو د ویزو اړوند د اسانتياوو غوښتنه وکړه.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.