کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۲): د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وایي چې د روان کال سلواغې میاشت کې د هېواد په بندرونو کې د نفتي توکو د ۸۶۶۲ ټانکرو ارزونه شوې چې له دې ډلې ۳۵۲ ټانکره یې بېکیفیته تثبیت شوي او د واردولو مخه یې نیول شوې ده.
دې ادارې نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د روان کال سلواغې میاشت کې یې د هېواد ټولو بندرونو کې د ۸۶۶۲ ټانکرو نفتي توکي ارزونه کړې ده.
سرچینه کاږي چې د دغو نفتي توکو له ډلې ۳۵۲ ټانکره چې ټولیز وزن یې۱۱۲۱۶،۶ ټنو ته رسېږي بې کیفیته و او له واردولو یې مخنیوی شوی دی.
د یادونې ده، د روان کال د سلواغې میاشتې په ۲۷مه ۳۰ ټانکره بېکیفیته تېل چې له ایرانه را وارد شوي وو، بیا ځلي هغه هېواد ته مسترد شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP