د نیمروز د مرکز اوسېدونکي دغه ولایت ته د بېکیفیته تېلو له واردېدو شکایت کوي
د نیمروز د مرکز زرنج ښار اوسېدونکي د بېکیفیته تېلو له واردېدو شکایت کوي، خو د دغه ولایت د سټنډرډ ملي امریت وايي چې د بېکیفیته تېلو د واردېدو د مخنیوي لپاره تدابیر په پام کې لري.





