لښکرګاه (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۲ ): د هلمند ولایت د انحصاراتو ریاست د دغه ولایت په ګرمسېر او ناوې ولسوالیو کې هغه پمپ سټېشنونه تړلي چې بېکیفیته تېل یې پلورل.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد پمپ سټېشنونه د ګرمسېر ولسوالۍ په «هزارجفت» او د ناوې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې تړل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، هلمند کې د انحصاراتو ریاست د څو میاشتو په موده کې په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۲۵ هغه پمپ شټېشنونه تړلي چې بېکیفیته تېل یې پلورل.
ریاض زیاته کړه چې د انحصاراتو ریاست وخت په وخت د تېلو له پمپ سټېشنونو څارنه کوي، څو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د خرابو تېلو د پلور مخنیوی وکړي.
د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې د معلوماتو له مخې، تېر کال هېواد ته شاوخوا ۶۰۰۰۰ ټانکره نفتي توکي وارد شوي چې له دې ډلې ۱۰۰۰ ټانکره بېکیفیته وو او بېرته ګرځول شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









