زرنج (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱): د نیمروز د مرکز زرنج ښار اوسېدونکي د بېکیفیته تېلو له واردېدو شکایت کوي، خو د دغه ولایت د سټنډرډ ملي امریت وايي چې د بېکیفیته تېلو د واردېدو د مخنیوي لپاره تدابیر په پام کې لري.
د زرنج ښار یوه موټر چلونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، له ایرانه د بېکیفیته تېلو د وارداتو زیاتوالي له امله خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
هغه زیاته کړه، له پنځو کلونو راهیسې د ابرېشم پله او نمایندهګۍ پر لاره موټر چلوي او له شپږو میاشتو راهیسې یې نیمه برخه ترلاسه کړي عواید د موټر پر جوړولو لګولي دي.
د هغه په خبره، هغه بېکیفیته تېل چې د ابرېشم او نیمروز د کنګ ولسوالۍ له پولو دغه ولایت ته راځې، د موټړو د خرابېدو لامل شوي او د دغه وضعیت دوام خلک اندېښمن کړي دي.
هغه زیاته کړه: «په تېره یوه میاشت کې مې د ناپاکو او بېکیفیته تېلو له امله د موټر پټرولویکم دوه ځله بدل کړ چې پنځهزره افغانۍ لګښت پرې راغی؛ دري میاشتي مخکې مې هم د موټر پر انجن ۲۰ زره افغانۍ ولګولې چې د یو غریبکار لپاره چې سهار تر ماښامه کار کوي، درانه زیانونه دی.»
هغه له حکومته وغوښتل چې هېواد ته د ناخالصه او بېکیفیته تېلو د واردېدو مخنیوی وکړي او د سړکونو پر سر د تېل پلورونکو او قاچاقچیانو مخه دې هم ونیسي.
د نیمروز بل اوسېدونکي صادق امیري پژواک ته وویل: «د نیمروز له پولو د بېکیفیته تېلو وارداتو د دغه ولایت خلکو ته زیانونه اړولي او خلک له دې اړخه اندېښمن دي.»
نوموړي زیاته کړه، بېکیفیته تېل د تراکتورونو په وسیله د کنگ له پولې په قاچاقي ډول د معیارونو په پام کې نه نیولو او کنټرول پرته ززنج ښار ته راځي او وروسته په ۲۰ لېټره بوشکو کې پلورل کېږي.
هغه زیاته کړه: «اوس په نیمروز ولایت کې تېل د معدني اوبو او نوشابو په بوتلو کې د سړکونو پر سر پلورل کېږي چې په دغو بوتلونو کې د تېلو اچولو له امله تېل له پلاستیک سره ګډیږي، دغه تېل له اوبو، غوړو او په بوتل کې له شته چټلیو سره یوځای کېږي او د موټرو د خرابېدو لامل ګرځي.»
د هغه په وینا، په هېڅ ولایت که تېل په دغه ډول نه دي پلورل شوي، یوازې په نیمروز کې دغه غیرقانوني کار روان دی، هغه له حکومته وغوښتل څو دغه ستونزه هواره کړي.
په ورته وخت کې، د نیمروز ولایت د سټنډرډ ملي امریت مالي او اداري مدیر مطیعالله صابر د یادې موضوع پخلی کوي او وايي، بېکیفیته تېل د کنګ ولسوالۍ له پولې نیمروز ولایت ته راځي چې د نورم او سټنډرډ ملي ادارې د بېکیفیته تېلو د وارداتو د مخنیوي لپاره تدابیر نیولي دي.
هغه زیاته کړه، د نیمروز والي د تېلو د زېرمې جوړولو لپاره یوه طرحه جوړه کړې چې له مخې به یې هغه تېل چې د کنګ له لارې نیمروز ولایت ته راځي، په دغه ذخیره کې ساتل کېږي، څو د نورم او سټنډرډ د تخنکي ټیم له لوري چک او وکتل شي، که ښه کیفیت ولري، بازار ته به وړاندې کېږي او که بېکیفیته وي بېرته به ایران ته ګرځول کېږي.
سرچیني زیاته کړه چې د دغه طرحې له مخې د تېلو سوداګرو ته ۲۵ ورځې وخت ورکړل شوی څو ذخیرې جوړې کړي چې له ټاکل شوې مودې ۲۰ ورځې تېرې دي او تر راتلونکو پنځو ورځو به دغه طرحه عملي شي.
دی وايي، هغه تېل چې د ابرېشم له پولې نیمروز ته واردېږي، له چک کولو او کنټرول وروسته هېواد ته راځي خو هغه تېل چې د کنګ له پولې راځي، له کنټرول او سټنډرډ پرته واردیږي چې له همدې امله یې خلکو ته ستونزې پیدا کړې او هره ورځ د کنګ له پولې شاوخوا ۳۰۰ ټنه تېل راځي.
نوموړي وویل: «اوس ۹۹ ټانکره تېل چې له کنټرول پرته راغلي وو، په کندهار کې درول شوي څو د دغه ولایت د تخنیکي ټيم له لوري بررسی او چک شي.»
هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې د نیمروز د سټنډرډ ملي امریت ۲۹ ټانکره بې کیفیته تېل چې د ابرېشم پله له لارې هېواد ته راغلي وو، له بېلګې اخیستنې وروسته یې بېرته ایران هېواد ته ګرځولي دي.
سرچینې زیاته کړه چې د تېلو د زېرمه کولو د طرحې له عملي کولو سره به د خلکو ستونزې هوارې شي.
Hits: 120
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن