ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې موټرچلوونکي د بې‌کیفیته تېلو د وارداتو مخنیوي غوښتنه کوي

کندهار کې موټرچلوونکي د بې‌کیفیته تېلو د وارداتو مخنیوي غوښتنه کوي

author avatar
5 Jun 2023 - 11:52
کندهار کې موټرچلوونکي د بې‌کیفیته تېلو د وارداتو مخنیوي غوښتنه کوي
author avatar
5 Jun 2023 - 11:52

کندهار (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲): په دې وروستیو کې کندهار ته د بې‌کیفیته تېلو له واردولو څخه د موټرلرونکو شکایتونه ډېر شوي او وايي، د دغه ډول تېلو په کارونې سره د دوی وسایطو ته سخت زیان رسېدلی دی.

په کندهار کې موټرچلوونکي وایي، د بې‌کیفیته تېلو وارداتو مخه باید په جدي ډول ونیول شي؛ ځکه چې نه یواځې د وسایطو د خرابېدو لامل ګرځي بلکې د خلکو اقتصاد ته هم سخته ضربه رسوي.

بلخوا ځايي مسوولین وايي، دوی د تېلو کیفیت په جدي ډول څاري خو زیاتوي چې له دې سره سره ځيني کسان په قاچاقي توګه بې‌کیفیته تېل واردوي.

په کندهار کې یو موټرچلوونکی خالد احمد وایي، څو ځله یې موټر د بې‌کیفیته تېلو له امله عوارض کړی او له پنځه زره افغانۍ ډېر زیان ورته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه: «خراب تېل د موټر ټول ماشین ته زیان رسوي، نو موږ په موټر دومره پيسې نه ګټو لکه بېرته چې ورباندې مصرفوو، زموږ غوښتنه دا ده چې د خرابو تېلو مخه ونیول شي.»

یو بل موټرچلوونکی بلال بیا وایي: «موږ ته هر پمپ‌والا وايي چې زموږ تېل سم دي، خو ما چې تېل موټر ته اچولي په ډېرو ځایونو کې خراب وو. غوښتنه مو دا ده چې په جدي ډول یې مخنیوی وشي او هغه کسان جریمه شي چې بې‌کیفیته تېل راوړي.»

نوموړی وايي، د بې‌کیفیته تېلو واردولو مخه باید په هرات او نیمروز کې ونیول شي، څو کندهار ته ونه لېږدول شي.

په ورته مهال، په کندهار کې د تېلو سوداګرو اتحادیې مسوولین وایي، له کله راهیسې چې د نورم او سټنډرډ ادارې فعالیت پیل کړی نو ډېر بې‌کیفیته تېل یې ایران ته مسترد کړي او لا یې هم د مخنيوي هڅې کوي.

د تېلو د سوداګرو اتحادیې رییس مسعود راحت پژواک خبري اژانس ته وویل، د پخوا په پرتله تر ډېره د بې‌کیفیته تېلو واردولو مخنیوی شوی خو دا چې لا هم ځيني وخت دغه ډول تېل راوړل کېږي، د مخنیوي لپاره یې پوره هڅې کړې دي.

هغه زیاته کړه: «ډېر تېل ایران ته د نورم او سټنډرډ ادارې له خوا مسترد شوي، په کندهار کې د دوی کنټرول زیات شوی.»

په کندهار کې د نورم او سټنډرډ ادارې مسوولین وایي، په تېره یوه میاشت کې یې د تېلو درې لوی شرکتونه له دې امله بند کړي چې بې‌کیفیته تېل یې واردول.

د یادې ادارې مسوول مولوي محب‌الله عزام پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی کندهار ته واردېدونکي تېل لومړی په لابراتوار کې ګوري، که بې‌کیفیته وي نو واردوونکي ته یې سپارښتنه کوي چې باکیفیته تېل ورسره ګډ کړي څو کیفیت یې ښه شي.

هغه زیاته کړه، په تېرو اووه میاشتو کې چې دوی په کندهار کې فعالیت پيل کړی، ۸۵۰۰ ټانکره تېل یې په لابراتوار کې کتلي چې له دې جملې ۵۸۰ ټانکره تېل منفي یا بې‌کیفیته راغلي دي.

د نوموړي په وینا، بې‌کیفیته تېل تر ډېره پر قاچاقي کندهار ته واردېږي او دوی یې د مخنیوي په موخه هڅې ډېرې کړې دي.

عزام وویل: «موږ په ټول ښار کې کنټرول زیات کړی او ډېر بې‌کیفیته تېل مو هم ترلاسه کړي، خو که چېرې یو څوک تر درې ځله بې‌کیفیته تېل را وارد کړي نو د کار جواز ځني اخیستل کېږي.»

بلخوا د تېلو واردوونکي وایي، هغه تېل چې دوی یې کندهار ته واردوي، په نیمروز کې په ضمانت ورته ورکول کېږي خو دلته بیا بې‌کیفیته ثابت شوي دي.

د تېلو واردوونکی نجیب‌الله وایي: «موږ ته دا تېل په مرز کې په ضمانت راکول شوي، خو دلته چې اوس وکتل شول دوی وایي، منفي دي؛ نو زموږ غوښتنه دا ده چې د بې‌کیفیته تېلو مخنیوی په مرز کې وشي، بیا به موږ ته دومره مشکلات نه جوړېږي.»

د نورم او سټنډرد ادارې مسوولین وایي، د هر ټانکر تېلو د کتنې یا معاینې پر مهال که چېري تېل بې‌کیفیته ثابت شي نو د تېلو له واردوونکي څخه ۴۳۰ ډالر د لابراتوار د معاینې پیسې اخیستل کېږي، خو که باکیفتیه تېل یې وراد کړي وي بیا د لابراتوار پیسې نه ترې اخیستل کېږي.

د یادونې ده، هېواد ته ډېر تېل له ایران څخه واردېږي چې وخت ناوخته لسګونه ټانکر بې‌کیفیته تېل بېرته دغه هېواد ګرځول کېږي.

Visits: 184

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.