ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له پاکستانه ۳۳۳ نور افغان کډوال کاناډا ته ولېږدول شول

له پاکستانه ۳۳۳ نور افغان کډوال کاناډا ته ولېږدول شول

author avatar
9 Mar 2024 - 11:48
له پاکستانه ۳۳۳ نور افغان کډوال کاناډا ته ولېږدول شول
آرشیف
author avatar
9 Mar 2024 - 11:48

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۲): د کاناډا دولت اعلان کړی چې ۳۳۳ افغان کډوال یې له پاکستانه په یوه چارتر الوتنه کې دغه هېواد ته لېږدولي دي.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال د مارچ په اتمه له پاکستانه په یوه چارتر الوتکه کې کلګري ته لېږدول شوي او په ۳۳ سیمو کې به ځای پر ځای شي.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې ویلي، پر هغو دوسیو چې پخوا منل شوې هم کار روان دی.

د کاناډا دولت ویلي چې د ۲۰۲۱ له اګسټ راهیسې ۴۹ زره او ۷۰ افغان وګړي کاناډا ته رسېدلي دي.

یاد هېواد له دې مخکې ویلي وو، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته د ۴۰ زره افغان وګړو په منلو سره خپلې موخې ته رسېدلی دی.

د کاناډا دولت د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته اعلان وکړ چې دغه هېواد د کډوالو په توګه د ۴۰ زرو افغان وګړو منلو ته ژمن دی.

Views: 52

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.