ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهرنیو چارو وزارت: ملګري ملتونه دې د افغانستان په اړه راپورونو کې د دقت او بې‌پرېتوب لار خپله کړي

بهرنیو چارو وزارت: ملګري ملتونه دې د افغانستان په اړه راپورونو کې د دقت او بې‌پرېتوب لار خپله کړي

author avatar
9 Mar 2024 - 16:24
بهرنیو چارو وزارت: ملګري ملتونه دې د افغانستان په اړه راپورونو کې د دقت او بې‌پرېتوب لار خپله کړي
ارشیف
author avatar
9 Mar 2024 - 16:24

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۲): بهرنیو چارو وزارت وايي چې ملګري ملتونه دې د افغانستان په اړه په خپلو راپورونو او چلند کې د سطحیت او پلویتوب پر ځای د دقت او بې‌برېتوب لاره خپله کړي.

دغه څرګندونې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له خوا د کب په ۱۹مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې دي.

خبرپاڼه کاږي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وروستي راپور او امنیت شورا ته د افغانستان لپاره د سرمنشي د ځانګړې استازې په وینا کې د سراسري امنیت، اقتصادي پرمختګ، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې، د راستنېدونکو کډوالو مدیریت او همدارنګه پر بانکي او اقتصادي بندیزونو د ناوړو اغېزو درک او د بشري مرستو دوام او د نیمه پرمختیایي مرستو لور ته ګام اخیستلو او نورو برخو کې د هڅو ستاینه مثبته ارزوي.

خو بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د یادو راپورونو پر ځینو مواردو اعتراض کړی او هغه یې د ځینو هېوادونو له بې‌بنسټه سیاسي روایته اغېزمن بللي دي.

سرچینه کاږي چې په یادو راپورونو کې د مخدره موادو د بندیز برخه کې د داخلي اختلاف، پېښو او موضوعاتو ته د قومي رنګ ورکولو، د عامه نظم او قانون د انفاذ هڅو ته له بشري حقونو د سرغړاوي او خپلسرو اقداماتو نوم ورکولو، د وېرې فضا خپرولو او د څو مشخصو هېوادونو بې‌بنسټه سیاسي روایت تر اغېز لاندې افغانستان نورو ته د خطر بالقوه سرچینې په توګه ورپېژندلو پر مواردو شدید اعتراض لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د روانې کب میاشتې په ۱۶مه د افغانستان په تړاو په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ناامنیو کې ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی خو د داعش بریدونه بیا کم شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړي ډول په نجونو او ښځو د طالبانو بندیزونو په اړه لیکل شوي چې دا بندیزونه لا هم روان دي او ترڅنګ یې د ۲۰۲۳ کال تر پایه د نجونو او ښځو خپل‌‌‌سرو نیونو او له توقیف وروسته له دوی سره د بد چلند تورونه هم مستند شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې سپارښتنه شوې چې ملګري ملتونو دې په خپلو راپورونو او چلند کې د سطحیت او پلویتوب پر ځای د دقت او بې برېتوب لاره خپله کړي.

خبرپاڼه کې دغه راغلي چې اسلامي امارت د اسلام مبارک دین، د هېواد استقلال او ملي منافعو په چوکاټ کې د ملګرو ملتونو سازمان ترڅنګ د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ګډو ګټو تحقق او مشترکو اندېښنو ته د ځواب موندلو لپاره په هر ځای او وخت کې رغنده او هدفمند تعامل ته پر خپلې ژمنتیا یو وار بیا ټینګار کوي.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.