ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاسا زر پروژې چارې تر راتلونکو دوو میاشتو بېرته پیلېږي

د کاسا زر پروژې چارې تر راتلونکو دوو میاشتو بېرته پیلېږي

author avatar
9 Mar 2024 - 14:59
د کاسا زر پروژې چارې تر راتلونکو دوو میاشتو بېرته پیلېږي
author avatar
9 Mar 2024 - 14:59

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۲): د افغانستان برېښنا شرکت وايي، ټاکل شوې د کاسا زر پروژې چارې د راروان کال په غويي میاشت کې بېرته پیل شي.

کاسا زر له تاجکستان او قرغیزستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ۱،۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د برېښنا لېږدولو پروژه ده چې په درېیو نورو هېوادو کې یې چارې نږدې پای ته رسېدلې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، ټاکل شوې د کاسا زر پروژې چارې له دوه کلني ځنډ وروسته د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۴۰۳ لمریز کال په غويي میاشت کې بېرته پیل شي.

سرچینه کاږي چې د دې پروژې چارې به د ۱۴۰۴ لمریز کال په پای کې بشپړه شي.

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، دغه پروژه د اسلامي امارت او برېښنا شرکت په هڅو او د سیمې هېوادونو په همکارۍ بېرته پیلېږي.

سرچینې زیاتوي، له قرغیزستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا لېږد تر ټولو سترې پروژې (کاسا۱۰۰۰) بېرته پیلولو په اړه د ترکیې په استانبول ښار کې د نړۍوال بانک، افغانستان، قرغیزستان, تاجکستان او پاکستان استازو ترمنځ ګډه ناسته وشوه.

د سرچينې په خبره، د دې پروژې چارې د نړۍوال بانک له لوري د سیمې هېوادونو په غوښتنه او د افغانستان له لوري د چمتووالي، شرایطو برابرېدو او ډاډمنتیا په ښودو سره پيلېږي.

د افغانستان برېښنا شرکت معلوماتو له مخې، دا ناسته چې د روانې مارچ میاشتې په ۷ او ۸مه وشوه، د افغانستان برېښنا شرکت استازي هم په کې ګډون کړی و.

د سرچینې په حواله، د کاسا زر پروژې تاسیسات به په افغانستان کې د ۵۸۰ کيلومترو په اوږدوالي د  کندوز له شېرخان بندره د ننګرهار تر تورخم پورې بشپړېږي.

دا په داسې حال کې ده چې نړۍوال بانک په تېره سلواغه میاشت کې اعلان کړی و چې د دغه بانک د نوې تصویب شوې کړنلارې له مخې په افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې بېرته پيلوي.

Views: 85

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.