ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورخم د راستنېدونکو کډوالو پنډغالي کې د اوبو رسولو شبکې جوړېږي

د تورخم د راستنېدونکو کډوالو پنډغالي کې د اوبو رسولو شبکې جوړېږي

author avatar
9 Mar 2024 - 15:15
د تورخم د راستنېدونکو کډوالو پنډغالي کې د اوبو رسولو شبکې جوړېږي
author avatar
9 Mar 2024 - 15:15

جلال‌اباد (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار د کليو بیارغونې او پراختيا رياست مسوولين وايي، تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو پنډغالي کې د څښاک اوبو رسولو دوه شبکې جوړوي.

د ننګرهار ولایت د کليو بيارغونې او پراختيا رييس مولوي قسمت‌الله مبارز وايي، د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي ته څېرمه «عمري کمپ» کې يې له پاکستانه راستنېدونکو کورنیو ته د اوبو رسولو دوو شبکو د جوړېدو چارې پيل کړې دي.

هغه زياته کړه، پر یاده پروژه ۸ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت راځي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (يونيسف) له لوري ورکول کېږي.

د نوموړي د معلوماتو له‌ مخې، دواړو شبکو ته دوې ۵۰ زره لېتره ذخیرې جوړېږي چې د لمریزې برېښنا د ۳۴ تختو او ۱۱ کیلومتره پایپ‌لاین پر مټ به ۷۵۰ کورنیو ته پاکې اوبه رسوي.

مسوولين وايي، هڅه کوي چې د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته هر ډول اسانتياوې برابرې کړي.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.