ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تورخم کې د کرنيزو او حیواني توکو د قرنطين لپاره ودانۍ جوړه شوه

تورخم کې د کرنيزو او حیواني توکو د قرنطين لپاره ودانۍ جوړه شوه

author avatar
10 Mar 2024 - 13:12
تورخم کې د کرنيزو او حیواني توکو د قرنطين لپاره ودانۍ جوړه شوه
author avatar
10 Mar 2024 - 13:12

جلال‌اباد (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، تورخم بندر کې د حیواني او نباتي توکو د قرنطین لپاره د ۷ اعشاريه ۴ میليون افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه شوه.

مسوولين وايي، دغه ودانۍ د پنځو مياشتو په موده کې جوړه شوې او پرون ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس مولوي عبدالستار محمد وايي، د تورخم حیواني او نباتي قرنطین ودانۍ د کرنې وزارت د انکشافي بودجې په ۷ اعشاريه ۴ میلیون افغانیو لګښت جوړه شوې ده.

هغه وايي، په دغه ودانۍ د حیواني او نباتي توکو لابراتوارونه، اداري خونې، تشنابونه او پخلنځی موجود دي او ۲۱۶ متره په اوږدوالي د احاطې دېوال لري.

مولوي محمد زیاته کړه چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د نړۍوال سوداګريز مرکز له قوانینو سره سم سم د ښه تعامل پر بنسټ صادرات او وارداتو ته لار برابره شي.

نوموړي وویل، د قرنطین د نورو برخو فعالیدو سره به د تورخم بندر له لارې واردېدونکو حیواني او نباتي محصولاتو نمونې د تشخیص په موخه اخیستل کېږي او هغه حیواني او نباتي اموال چې له افغانستانه صادریږي د نړۍوالو اصولو له مخې چک او سرټفیکیټ به ورکول کېږي.

بلخوا سوداګر د قرنطين د دغه مرکز جوړېدو ته ځکه خوښ دي چې په خبره يې د صادراتو او وارداتو پرمهال له ستونزو سره نه مخ کېږي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې د صادراتو برخې مسوول شاکرالله ساپی وايي، پخوا سوداګرو ته ځکه ستونزه وه چې د صادراتو پرمهال یې روغتیايي سرټيفکېټ نه درلود او ډېر کله به يې سوداګريز توکي په نورو هېوادونو کې د همدغه سرټيفکېټ نشتوالي له امله خراب شول.

د يادونې ده، د قرنطين د دغه مرکز ځيني کارونه د تېر نظام په اواخرو کې تر سره شوي وو، خو د نظام له بدلون سره يې کارونه په ټپه درېدلي وو چې په دې وروستیو کې پيل او بیا پرون ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

Views: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.