Pajhwok Afghan News

کابل ښاروالۍ: سوداګر دې په روژې میاشت کې له ګران‌فروشۍ ډډه وکړي

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۲): د کابل ښاروالۍ وایي چې دوی د نرخونو کنټرول پروسه چټکه کړې او له سوداګرو یې غوښتي چې د روژې مبارکه میاشت کې په لوړه بیه د توکو له پلورلو ډډه وکړي.

د کابل ښاروالۍ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د روژې د مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسبت او د ۳۳مې ګڼې نرخنامې د جوړولو په اړه د کابل ښاروالۍ د مسئوولینو، د سوداګرۍ، مالیې، عدلیې، کورنیو چارو وزارتونو، استخباراتو او د افغانستان بانک ریاستونو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د بېلابېلو اصنافو د استازو ترمنځ د نرخونو کنټرول او له احتکاره د مخنیوي کمېسیون غونډه وشوه.

سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو بیو کنټرول، د خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو د نرخونو ټيټېدو لپاره د تګلارې ټاکلو، له ګاونډیو هېوادونو د خوراکي توکو واردولو د څرنګوالي او د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو بیو بدلون په اړه خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.

په یاده غونډه کې ټینګار وشو چې ټول پلورونکي او سوداګر د ښاریانو د اړتیا وړ توکو د پلورلو پر مهال انصاف پام کې ونیسي؛ ځکه د افغانۍ پر وړاندې د بهرنیو اسعارو بیې هم ټیټه شوې دي.

دغه کمیسیون به د ښاریانو د اړتیا وړ لومړنیو توکو نرخونو د کنټرول په موخه، خپل فعالیتونه ګړندي کړي څو ښاریان وکولای شي د روژې مبارکه میاشت کې خپل د اړتیا وړ توکي په مناسبه بیه او لوړ کیفیت د کابل له بازارونو څخه ترلاسه کړي.

Views: 52

Exit mobile version