[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۲): امریکا وایي چې د ملګرو ملتونو ادارو او مرستهکوونکو هېوادونو سره یو ځای په افغانستان کې د مرستو رسولو پر بهیر بیاکتنه کوي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې مېرمن کرن ډیکر دغه څرګندونې د کب ۲۱مه پر اېکس خپرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: «اصلي تمرکز مو پر روڼتیا او نظارت دی.»
مېرمن ډیکر ویلي، افغان ښځې توپیر رامنځتهکوونکې، مدافعینې او د بدلون راوستلو لارویانې دي.
خو د امریکا سفیرې دا نه دي ویلي چې له ملګرو ملتونو او مرستندویه هېوادونو سره د مرستو دا ارزونه کله او چېرته کوي.
د یادونې ده چې امریکا او نړۍواله ټولنه هره اونۍ د شاوخوا ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو کڅوړې افغانستان ته د بشري مرستو په نوم لېږي.
امریکا تېره میاشت ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې یې له افغانستان سره د شاوخوا دوه میلیارد او ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو مرسته کړې ده.
[/restrict]
Views: 88
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن