ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د وړیا زده‌کړو له مرکز څخه سلګونه ځوانان فارغ شول

اروزګان کې د وړیا زده‌کړو له مرکز څخه سلګونه ځوانان فارغ شول

author avatar
12 Mar 2024 - 15:22
اروزګان کې د وړیا زده‌کړو له مرکز څخه سلګونه ځوانان فارغ شول
author avatar
12 Mar 2024 - 15:22

ترینکوټ (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): اروزګان کې سلګونه ځوانان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د وړیا زده‌کړو له مرکز څخه د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او ساینسي مضامینو له درې میاشتني پروګرام څخه فارغ شول.

د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اغاولي قریشي نن د دغه ریاست اړوند د وړیا زده‌کړو له ښوونیز مرکز څخه د سلګونه ځوانانو د فراغت په موخه جوړې شوې غونډې ته وویل، له دغه مرکز څخه ۹۰۰ ځوانان، د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او سیانسي مضامینو په برخه کې له درې میاشتنیو زده‌کړو فارغ شوي دي.

نوموړي وویل، یاد مرکز کې یې هغو ځوانانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې چې اقتصادي وضعیت یې خراب دی.

یاده غونډه کې د اروزګان والي مولوي عنایت‌الله شجاع وویل، د عصري علومو په ترلاسه کولو سره ځوانان کولی شي، د اوسني عصر مطابق عصري او پرمختللي وسایل جوړ کړي.

نوموړي د دغه ولایت له ځوانانو سره ژمنه وکړه چې هغوی ته به د زده‌کړو برابرولو په برخه کې هڅې کوي.

ورته مهال له دغه مرکز څخه تازه فارغ شوي ځوانان خوښ دي چې په وړیا ډول یې بېلابېلو برخو کې زده‌کړې کړې دي.

د ترینکوټ ښار اوسېدونکی نصیب‌الله وايي، خوشاله دی چې د کمپيوټر برخه کې روزنه ورکول شوې ده.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.