ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د والیبال سیالۍ د څرخ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

لوګر کې د والیبال سیالۍ د څرخ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

author avatar
12 Mar 2024 - 14:28
لوګر کې د والیبال سیالۍ د څرخ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
author avatar
12 Mar 2024 - 14:28

پل‌علم (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): لوګر کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ د څرخ لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیم‌زي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالي د ۳۶ لوبډلو ترمنځ یوه‌نیمه میاشت وړاندې پيل شوې وې چې نن د څرخ لوبډلې په اتلولۍ سره پاي ته ورسېدې.

د هغه په وینا، د والیبال ورزش ته وده ورکول، غوره لوبغاړو پېژندل او د ترمنځ یې ښه همغږي رامنځته کول د دغو سیالیو د ترسره کولو له موخو وو.

نوموړی زیاتوي، د لوبې په پای کې لومړي، دویم او درېیم مقام ګټوونکو ټيمونو ته ډالې هم ورکړل شوې.

دغه راز د یادو سیالیو یوه لوبغاړي وحیدالله پژواک ته وویل، لوګر کې د والیبال لوبغاړي او مینه‌وال ډېر دي.

هغه وایي چې د بدني روزنې او ورزش امریت باید د لوبغاړو او منیه‌والو لپاره دغه شان نورې سیالۍ هم جوړې کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.