Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

[restrict paid="true"]

لښکرګاه، ایبک (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې هلمند او سمنګان ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۳ کسان نیول شوي دي.

د هلمند امنيې قوماندانۍ ویاند ملا عزت‌الله حقاني د کب په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د لومړۍ، دویمې او لسمې امنیتي حوزو ترڅنګ په کجکي او موسٰی‌کلا ولسوالیو کې لس کسان د غلا په تور نیول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه کسان دوه ټيلېفونونه، یوه عراده رېکشا، درې عرادې موټرسایکل، یو بایسکل، ۱۸۰ متره کیبل، ۱۰۵۰۰ پاکستانۍ کلداري او له یوې المارۍ سره لاس په لاس نیول شوي دي.

د حقاني د معلوماتو له مخې، تورن کسان اوس مهال تر څېړنو لاندې دي چې وروسته به اړوند عدلي ارګان ته ور وپېژندل شي.

د یو بل خبر له مخې، په سمنګان کې هم ۱۳ کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د رسنیو مسوول حشمت‌الله رحماني پژواک ته وویل، چې درې تنه د غلا،  درې تنه د اخلاقي فساد او دوه نور د جعل او دوکې په تورونو نیول شوي دي.

هغه وایي، چې ددې کسانو دوسیې جنایي ته سپارل شوې او تر څېړنو لاندې دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.