لښکرګاه (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۲): د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۰ ولسوالیو لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل شوې چې ۲۲ ورځې به دوام ولري.
دغه سیالۍ تېره شپه د هلمند مرکز لښکرګاه ښار په نظري ورزشي کلب کې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت پیل شوې.
د یادو سیالیو د پیل مراسمو کې د نظري ورزشي کلب مسوول الله نظر نظري پژواک ته وویل چې په دې سیالیو کې د مرکز لښکرګاه په ګډون د نادعلي، مارجې، ګرشک، ناوې، نوزاد، باباجي، سنګین، ګرمسېر ولسوالیو او بُست پوهنتون لوبډلې شاملې دي.
هغه زیاته کړه چې دغه سیالۍ به ۲۲ ورځي دوام وکړي.
نوموړی د هلمند له ملي سوداګرو غوښتنه وکړه چې ځوانان دې تشویق کړي او د دې سیالیو ملاتړ دې وکړي.
همدارنګه د دغو سیالیو یوه ګډونوال خالداحمد پژواک ته وویل چې دغسې سیالۍ ځوانان ورزش ته هڅوي او د هلمند له ورزشي امریته یې غوښتنه وکړه چې دغسې نورې سیالۍ هم جوړې کړي څو دغه ورزش په هېواد کې وده وکړي.
د یادونې ده، تېره شپه د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې د نوزاد ولسوالۍ لوبډلې د بسټ پوهنتون لوبډلې ته ۴ پر یو ماته ورکړه.
Views: 9