ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاراتکواندو دوه افغان لوبغاړي نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته ولاړل

د پاراتکواندو دوه افغان لوبغاړي نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته ولاړل

author avatar
13 Mar 2024 - 14:31
د پاراتکواندو دوه افغان لوبغاړي نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته ولاړل
author avatar
13 Mar 2024 - 14:31

کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د هېواد  د پاراتکوندو دوه لوبغاړي د پاریس سهمیه سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته ولاړل.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي ریاست نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د پاراتکواندو درې کسیزه لوبډله د پاریس په سهمیه سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته ولاړه.

سرچینې زیاته کړې، په دغه لوبډله کې دوه لوبغاړي او یو روزنکی شامل دي او یادې سیالۍ به د کب له ۲۴مې د راتلونکې وري میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې د چین په لینا ښار کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کب په ۱۹مه هم بهرمېشتې د پاراتکواندو افغان ورزشکارې ذکیې خدادادي خپلې روسۍ سیالې ته په ماتې ورکولو او د سروزرو مډال په ګټلو سره د پاریس پارالمپیک د ۲۰۲۴ کال سیالیو ته لار ومونده.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.